د كوئټه پشمول د بلوچستان په بېلو ښارونو كښې د بارانونو لړۍ روانه ده ٬اړوندو ادارو ته د چمتو پاتې كېدو حكم جاري شوے

كوئټه 04 جولائي (اے پي پي)د بلوچستان د كورنيو چارو صلاحكار مير ضياﺀالله لانګو په بلوچستان كښې د بارانونو له مخې پي ډي اېم٬ضلعې انتظامي او اړوندو ادارو ته د چمتو پاتې كېدو حكم وركړے۔د ګل په ورځ جاري شوي بيان كښې د بلوچستان داخله صلاحكار ووئيل د كوئټې پشمول د بلوچستان بېلو ښارونو كښې د بارانونو لړۍ روانه ده چې له مخې يې ټولو اړوندو ادارو ته د الرټ …

كوئټه 04 جولائي (اے پي پي)د بلوچستان د كورنيو چارو صلاحكار مير ضياﺀالله لانګو په بلوچستان كښې د بارانونو له مخې پي ډي اېم٬ضلعې انتظامي او اړوندو ادارو ته د چمتو پاتې كېدو حكم وركړے۔د ګل په ورځ جاري شوي بيان كښې د بلوچستان داخله صلاحكار ووئيل د كوئټې پشمول د بلوچستان بېلو ښارونو كښې د بارانونو لړۍ روانه ده چې له مخې يې ټولو اړوندو ادارو ته د الرټ پاتې كېدو حكم جاري كړے شوے ۔د موسميات محكمې لخوا په بلوچستان صوبه كښې د پشكال غېر معمولي بارانونو په سببب د زيان كېدو اندېښنه ده٬د داسې حالاتو تر مخه رېسكيو 1122٬ ٬ پي ډي اېم اے او اړوندو ادارو ته چمتو پاتې كېدو وئېلې شوي۔د داخله صلاحكار مير ضيالانګو هدايت كړے چې د هر قسم ناخوشګواره پېښو په صورت اړوندې ادارې دې په وخت د پیښې ځاې ته ورسي او سمدستي دې د مرستې هلې ځلې پېل كړي۔

مزید خبریں