كابل 04 جولائي (اے پي پي)د افغانستان په هرات ولايت كښې نامعلومو وسله والو د امنيتي ځواكونو ګاډې په نښه كړے خو د امنيتي ځواكونو په ځوابي كاروائۍ كښې يو بريد كونكې وژل شوے۔ د چين خبري اژانس له مخې د اطلاعاتو او كلتور صوبائي مشر نعيم الحق حقاني ووئيل چې د افغانستان په هرات ولايت كښې نامعلوم تن د ګل په ورځ د امنيتي ځواكونو په ګډي بريد وكړو …
افغانستان٬ د نامعلومو وسله والو د امنيتي ځواكونو په ګاډي بريد٬په ځوابي كاروائي كښې بريد كونكې ووژل شو
كابل 04 جولائي (اے پي پي)د افغانستان په هرات ولايت كښې نامعلومو وسله والو د امنيتي ځواكونو ګاډې په نښه كړے خو د امنيتي ځواكونو په ځوابي كاروائۍ كښې يو بريد كونكې وژل شوے۔ د چين خبري اژانس له مخې د اطلاعاتو او كلتور صوبائي مشر نعيم الحق حقاني ووئيل چې د افغانستان په هرات ولايت كښې نامعلوم تن د ګل په ورځ د امنيتي ځواكونو په ګډي بريد وكړو چې په نتيجه كښې امنيتي ځواكونو په ځوابي كاروائۍ كښې بريد كونكې په موقع ووژلو۔ ده په خپل سوشل مېډيا پیغام كښې ووئيل چې په بريد كښې كوم وګړي ته زيان نه دې رسېدلې۔ د صوبائي پوليسو وياند محمود شاه رسولي د پېښې تصديق كولو سره ووئيل جې دا بريد د هرات ښار په پوليس ډسټركټ 4 كښې شوے












