ملګري ملتونه 30 اپرېل (اے پي پي) ملګرو ملتونو د افغانستان په پايه تخت كابل كښې په جومات د بريد غندنه كړې په كوم كښې لږ نه لږ لس كسان مړه او د 15 نه زيات ژوبل شوي۔ په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د بشري خواخوږۍ رابطه كار رميز الکباروف د بريد غندنه كولو سره وئيلي دي چې د روژې مباركې په آخري جمعه بريد افغان اولس لپاره د …
ملګرو ملتونو كابل كښې په جومات د بريد غندنه وكړه
ملګري ملتونه 30 اپرېل (اے پي پي) ملګرو ملتونو د افغانستان په پايه تخت كابل كښې په جومات د بريد غندنه كړې په كوم كښې لږ نه لږ لس كسان مړه او د 15 نه زيات ژوبل شوي۔ په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د بشري خواخوږۍ رابطه كار رميز الکباروف د بريد غندنه كولو سره وئيلي دي چې د روژې مباركې په آخري جمعه بريد افغان اولس لپاره د تكليف وړ او زيان خبره ده۔ ده د دې خبرې پخلې وكړو چې د وګړو پشمول د جوماتو په ضد نېغ په نېغه بريدونه د نړيوال بشري قانون له مخې په سختۍ سره منع دي۔ ده ووئيل چې د جمعې په ورځ په كابل كښې ترسره شوې بريد ٬ په قندوز او مزار شريف كښې د اوسنې بريدونه نه پس شوې چې پكښې په خاص توګه د هزاره٬ شيعه او صوفي اقليت ورورولي په نښه كړې شوې۔












