امريكې او ناټو په افغانستان كښې د تباهې او قتل عام نه سوا څه نه دي كړي. د اېران صدر

تهران 26 اپرېل (اے پي پي) د اېران صدر ابراهيم رئيسي وئيلي دي چې امريكې او ناټو په افغانستان كښې د تباهې او قتل عام نه سوا څه نه دي كړي. د اېراني ايوان صدر وېب پاڼۍ له مخې په اېران كښې د لېټويا سفير سره په ملاقات كښې د اېران صدر ووئيل چې اېران د كوم داسې اقدام په ضد دے كوم چې نړۍ د جنګ په پلو بوځي …

تهران 26 اپرېل (اے پي پي) د اېران صدر ابراهيم رئيسي وئيلي دي چې امريكې او ناټو په افغانستان كښې د تباهې او قتل عام نه سوا څه نه دي كړي. د اېراني ايوان صدر وېب پاڼۍ له مخې په اېران كښې د لېټويا سفير سره په ملاقات كښې د اېران صدر ووئيل چې اېران د كوم داسې اقدام په ضد دے كوم چې نړۍ د جنګ په پلو بوځي لكه څنګه چې د افغانستان او فلسطين په شان د هېواد په ضد جارحيت د ټولو په وړاندې دے. ده ووئيل چې اېران تل د ټولو هېوادونو د خپلواكې او سيمه ايزې سلامتيا د احترام ملاتړ كوي. د اتران صدر ووئيل چې د يوكرېن بحران په سبب بايد افغانستان، د دې اولس ، د افغان كډوالو لويه آبادي د نړيوال پام نه محرومه نه كړې شي.

مزید خبریں