اسلام آباد 13 جون (اے پی پی) د تحریك انصاف انټرا پارټی ټاكنو كښې عمران خان چیئرمېن ، شاہ محمود قرېشی وائس چیئرمېن او جهانګیر ترین عمومي سېكتر ټاكلې شوې۔ د نهې په ورځ د تحریك انصاف چیف الېکشن کمشنر اعظم سواتی په مشرۍ كښې د ټولو صوبائی او ریجنل کمشنرانو غونډه وشوه جې پكښې د څلورو واړو صوبو څخه ترلاسه شوي نتيجو ته حتمی شکل وركړې شو۔ دې نه …
د تحریك انصاف انټرا پارټی تاكنې بشپړ شوې،عمران خان چیئرمېن ، شاہ محمود قریشی وائس چیئرمېن او جهانګیر ترین عمومي سېكتر وټاكلې شو
اسلام آباد 13 جون (اے پی پی) د تحریك انصاف انټرا پارټی ټاكنو كښې عمران خان چیئرمېن ، شاہ محمود قرېشی وائس چیئرمېن او جهانګیر ترین عمومي سېكتر ټاكلې شوې۔ د نهې په ورځ د تحریك انصاف چیف الېکشن کمشنر اعظم سواتی په مشرۍ كښې د ټولو صوبائی او ریجنل کمشنرانو غونډه وشوه جې پكښې د څلورو واړو صوبو څخه ترلاسه شوي نتيجو ته حتمی شکل وركړې شو۔ دې نه پس د الېکشن کمېشن لخوا باضابطه اعلان وكړې شو۔ په دې مهال چیف الېکشن کمشنر اعظم سواتی نتيجې اعلانولو سره ووئيل’’انصاف پېنل‘‘ يو لاکھ 89 زره 55 ووټ ترلاسه كولو سره کامیاب شوې دغسې ’’احتساب پېنل‘‘41 زره 647 ووټ ترلاسه كړې۔ اعظم سواتی ووئيل 26 زره 255 ووټونه مسترد کړې شوي۔ په مجموعی توګه 2 لکھ 56 زره 957 كسانو د ټاكنو عمل كښې برخه اخستې۔ تر ټولو زيات د پنجاب څخه ووټ كاسټ كړې شوے۔ عارف علوی د پی ټی آئی سندھ او یار محمد رند د پی ټی آئی بلوچستان صدر ټاكلے شوے











