افغانستان ، قندهار زندان څخه 231 بنديوان خوشې كړې شول

کابل ۔5 اپرېل(اے پی پی) د افغانستان قندهار زندان څخه 231 بنديوان خوشې كړې شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې لمخې د زندان ډائرېكټر سید اختر محمد آغا حسېنی ووئيل چې د سوئيلي ولايت قندهار مركزي زندان څخه 231 بنديوان خوشې كړې شوي دي۔ د زندان اهلكار لمخې د نشې عادي 220 او په نورو جرمونو كښې ككړ 11 كسان تر 6 مياشتو په زندان كښې ساتلې شوي وو۔ اوس دا ټول د معالجينو په مشوره او د عدالتي پرېكړې په رڼا كښې خوشې كړې شوي۔ اهلكار ووئيل چې د نشې عادي ټول 1,200 كسان د تېرو 7 مياشتو په مهال په زندان كښې پاتې كړې شول كوم چې د طبي درملنونو او بحالۍ نه وروستو خوشې كړې شوي دي۔