پاکستان د جمعې په روځ د شنګھائی مرستې تنظیم باضابطه غړے جوړ شو، د پاکستان او اېس سی او غړو لپاره دا يوه تاریخی ورځ ده۔ وزیراعظم محمد نواز شریف

آستانه 09 جون (اے پی پی) پاکستان د جمعې په روځ د شنګھائی مرستې تنظیم (اېس سی او) مشرانو کونسل 17مې غونډې په مهال د اېس سی او باضابطه غړې جوړ شوې دے۔ د قازقستان اولس مشر نور سلطان نذر بائیوف د اېس سی او مشرانو غونډې په مهال خپل افتتاحی خطاب كښې د تنظیم بشپړه غړي په حیثیت د پاکستان هركلے وكړو۔ وزیراعظم محمد نواز شریف د خپل پلاوي …

آستانه 09 جون (اے پی پی) پاکستان د جمعې په روځ د شنګھائی مرستې تنظیم (اېس سی او) مشرانو کونسل 17مې غونډې په مهال د اېس سی او باضابطه غړې جوړ شوې دے۔ د قازقستان اولس مشر نور سلطان نذر بائیوف د اېس سی او مشرانو غونډې په مهال خپل افتتاحی خطاب كښې د تنظیم بشپړه غړي په حیثیت د پاکستان هركلے وكړو۔ وزیراعظم محمد نواز شریف د خپل پلاوي سره د اېس سی او مشرانو غونډه كښې ګډون وكړو۔ د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز، د تجارت وزیر خرم دستګیر او د پټرولیم دوهم وزير جام کمال هم د وزیراعظم سره وو۔ دې نه وړاندې د استقبالیې باضابطه دستوره وشوه جې پكښې د قازقستان اولس مشر د وزیراعظم نواز شریف تود هركلے وكړو۔ وزیراعظم محمد نواز شریف د اېس سی او مشرانو کونسل غونډې ته په څپل خطاب کښې ووئيل دا د پاکستان او اېس سی او غړو لپاره يوه تاریخی ورځ ده۔ وزیراعظم د تنظیم په بشپړه غړي جوړيدو د پاکستان په مرسته كولو د چین او روس پشمول د غړو هېوادونو او نورو مننه وكړه۔ ده ووئيل پاکستان د اېس سی او نظام څخه نا واقفه نه دې بلکې د مشرانو په غونډه كښې ګډون او په بيل فورمز په ګډه كار كولو رابطې جوړې كړي۔ دا خبره دې ياده وي چې پاکستان 2005ء راهسې د تنظیم مبصر وو او په 2010ء ئې د تنظیم د بشپړه رکنیت خواست كړې وو۔ پاکستان له د رکنیت وركولو اصولی پريكړه 2015ء كښې د روس اوفا ښار كښې اېس سی او مشرانو غونډه كښې شوې وه۔ د مبصر په حیثیت پاکستان د تنظیم په غونډو كښې بشپړه ګډون كړې او د ټولو اقدامات ملاتړ ئې كړې۔