کوئټه 22 جون (اے پي پي) بلوچستان څخه د پاکستان مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي سردار يعقوب خان ناصر وئيلي دي چې وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير د ايران امريکې د مذاکراتو عمل کاميابي سره د مخ كولو په سبب پاكستان د نړيوالې سفارتكارۍ مركز جوړېدونكې دے۔ دا دا خبره د ګل په ورځ اے پي پي سره خپلو خبرو كښې كړې۔ ده …
د امريکې او ايران ترمېنځه د “اسلام آباد مفاهمتي ياداښت” به په منطقه كښې د مستقل امن بنياد جوړېږي۔ سردار يعقوب خان ناصر
کوئټه 22 جون (اے پي پي) بلوچستان څخه د پاکستان مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي سردار يعقوب خان ناصر وئيلي دي چې وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير د ايران امريکې د مذاکراتو عمل کاميابي سره د مخ كولو په سبب پاكستان د نړيوالې سفارتكارۍ مركز جوړېدونكې دے۔ دا دا خبره د ګل په ورځ اے پي پي سره خپلو خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل چې د امريکې او ايران ترمېنځه د “اسلام آباد مفاهمتي ياداښت” او 14 نکاتي تړون په منطقه كښې د مستقل امن بنياد دے۔ ده ووئيل چې دا مهال ټوله نړۍ كښې پاكستان د نړيوالې سفارتكارۍ مهم غړے جوړ شوے او هند په خارجي توګه يواځې شوے۔ ده ووئيل د پاكستان د امن هڅې نه يوازې په اسلامي نړۍ بلكه ټوله نړۍ كښې ستائېلې كېږي ځكه چې د نړۍ معيشت د نوي جنګ متحمل كيدے نشي۔ ده ووئيل چې اسلام آباد مفاهمتي ياداښت په منطقه كښې د امن و سفارتکاري نوې پېل دے۔












