اسلام آباد 09 جون (اے پی پی) د مسلم لیګ(ن) لارښود او د وزیر اعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاکټر آصف کرمانی د جوډېشل کمېشن په خوا كښې ميډيا سره خپلو خبرو كښې وئييل وزیر اعظم محمد نواز شریف د کابینې څخه منظورولو څخه جے آئی ټی کمېشن له هغه ټول اختیارات وركړي كوم چې نيب ته ترلاسه دي،جے آئی ټی کمیشن په دې لړ كښې د بهر هېوادونو …
وزیر اعظم محمد نواز شریف جے آئی ټی کمېشن له هغه ټول اختیارات وركړي كوم چې نيب ته ترلاسه دي
اسلام آباد 09 جون (اے پی پی) د مسلم لیګ(ن) لارښود او د وزیر اعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاکټر آصف کرمانی د جوډېشل کمېشن په خوا كښې ميډيا سره خپلو خبرو كښې وئييل وزیر اعظم محمد نواز شریف د کابینې څخه منظورولو څخه جے آئی ټی کمېشن له هغه ټول اختیارات وركړي كوم چې نيب ته ترلاسه دي،جے آئی ټی کمیشن په دې لړ كښې د بهر هېوادونو څخه هم د معاونت اخستلو مجاز دے۔ده ووئيل وزیر اعظم محمد نواز شریف جے آئی ټی کمېشن له د نیب اختیارات وركولو سره قوي كړې،ن لیګ د خپل ټول تحفظات سره د جے آئی ټی سره بشپړه مرسته كوي، ده ووئيل وزیر اعظم محمد نواز شریف زامنو حسېن نواز او حسن نواز بهر هېوادونو كښې مېشته دي او د استثنی لرلو سره هغوي د عامو وګړو په شان احتساب وركوي۔ده ووئيل مونږ د عمران خان بیان لوستلې،وزیر اعظم د څلورو واړو صوبو پرمختګ او سوكالۍ له كار كوي،د ترهه ګرۍ ختمولو له عملياتو كښې بوښت يو ، د لوډ شیډنګ ختمولو له چمتو يو،کراچۍ كښې رڼاګانې بحال شوي،بلوچستان كښې امن راغلې۔ ده ووئيل عمران خان خېبر پښتونخواہ كښې د اقتدار څلور كاله ضائعه كړي کاش عمران خان هم د وزیراعظم محمد نواز شریف څخه زدكړه كړې وي او د هغه په نقش قدم تللو سره ئې خېبر پښتونخواہ كښې د پرمختګ او سوكالۍ لپاره څه كړې وو۔ ده ووئيل عمران خان هېواد كښې كورنۍ جهګړه پيدا كول غواړي ٬ مونږ هم عدلیې ته خواست كړې چې عمران خان په ضد جے آئی ټی کمېشن جوړ كړي او د هغه سره احتساب وكړې شي دغسې چې وګړو ته د هغه په اړه هم معلومه شي، ده ووئيل مونږ په دې خبره باور لرو چې وزیراعظم محمد نواز شریف به د درې واړه عدالتونو ،اولسي عدالت او د لوے څښتن په عدالت كښې برالې كېږي او كال 2018ء كښې به يو ځل بيا د هېواد وزیر اعظم جوړېږي۔










