د پاكستان سرمايه كارو ته په كرغزستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركوو

لاهور 25 مارچ (اے پي پي)د كرغزستان خارجه وزير رسلان قازق بيف وئېلي دي كرغزستان د سېلګرۍ او توان په څانګو كښې د پاكستان سرمايه كارو ته د استفادې كولو بلنه وركوي ۔ده په لاهور چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري كښې يوې دستورې ته وېنا كوله۔د لاهور چيمبر سينئر نائب صدر مياں عزيز رحمان چن د ګډون كوونكو هركلے وكړو ٬ په دې موقع د كرغزستان سفير اولان بيك توتويف …

لاهور 25 مارچ (اے پي پي)د كرغزستان خارجه وزير رسلان قازق بيف وئېلي دي كرغزستان د سېلګرۍ او توان په څانګو كښې د پاكستان سرمايه كارو ته د استفادې كولو بلنه وركوي ۔ده په لاهور چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري كښې يوې دستورې ته وېنا كوله۔د لاهور چيمبر سينئر نائب صدر مياں عزيز رحمان چن د ګډون كوونكو هركلے وكړو ٬ په دې موقع د كرغزستان سفير اولان بيك توتويف او د لاهور چيمبر صدر حارث عتيق دستاورې ته وېنا وكړه۔د كرغستان سفير ووئيل كرغزستان د خپلې سيلګرۍ څانګې لپاره مشهور دے او د دې 90 فيصد زمكه په غرونو مشتمل ده٬ د پاكستان سرمايه كار دې راوړاندې شي او په كرغزستان كښې په هوتلز و ريزارټس انډسټري كښې دې سرمايه كاري وكړي۔ده ووئيل د كرغزستان د توان په څانګه كښې هم ډېر پوټېنشل موجود دے٬د پاكستان سرمايه كار وړوكې هائيډل پاور پراجېكټس كښې هم سرمايه كاري كولې شي۔ده ووئيل صدر مملكت٬وزيراعظم او خارجه وزير سره زمونږ ملاقاتونه ډېر مثبت وو٬هيله ده چې دې ملاقاتونو څخه به د دواړو هېوادونو اړيكې لا مستحكمې شي

مزید خبریں