نيويارك 22 مارچ (اے پي پي) د نړۍ په خوشحاله هېوادونو كښې د كال 2022 په كلنې درجه بندۍ كښې فنډ لېنډ يو ځل بيا په وړومبي نمبر راغلے دغسې ډنمارك په دوېم او آئس لېنډ په درېم نمبر د نړۍ زيات خوشحال هېوادونه ګرځول شوي دي، په فهرست كښې سعودي عرب د نړۍ د خوشحاله هېوادونو په كلنه درجه بندۍ كښې په نړيواله كچه په 25م نمبر دے دغسې …
د نړۍ په خوشحاله هېوادونو كښې د كال 2022 په كلنې درجه بندۍ كښې فنډ لېنډ يو ځل بيا په وړومبي نمبر راغلے

مزید خبریں
نيويارك 22 مارچ (اے پي پي) د نړۍ په خوشحاله هېوادونو كښې د كال 2022 په كلنې درجه بندۍ كښې فنډ لېنډ يو ځل بيا په وړومبي نمبر راغلے دغسې ډنمارك په دوېم او آئس لېنډ په درېم نمبر د نړۍ زيات خوشحال هېوادونه ګرځول شوي دي، په فهرست كښې سعودي عرب د نړۍ د خوشحاله هېوادونو په كلنه درجه بندۍ كښې په نړيواله كچه په 25م نمبر دے دغسې د تېر كال په مقابل كښې يوه درجه ښه شوے٬ د ملګرو ملتونو د تل پاتې پرمختيائي حل نېټ ورك د تېرو لسو كالونو څخه هيپي نيس رپورټ، چې پكښې د نړۍ د هېوادونو د دوي د آبادۍ د خوشحالۍ او د خوشحالۍ د پېمانې په بنياد درجه بندي كېږي، كښې وئيلي شوې دي چې د دې معلوماتو تر ټولو اهمه ذريعه تل “ګېلپ ورلډ سروے” ده٬ د ګېلپ ورلډ سروے له مخې ګېلپ د “د ژوند تسکين درجه بندي او جذباتي تندرستۍ” جانچ پړتل٬ د جي ډي پي، سماجي معاونت، د متوقع صحت مند ژوند، په ژوند كښې د انتخاب آزادۍ سره سره سخاوت او د بدعنوانۍ مقابله كولو لپاره اشاريې په نظر كښې ساتلو سره كولې شي٬ دعسې د خوشحالۍ رپورټ كښې خپله برخه اچوي او د دې اهم اړخ رامخې ته وي د كومې چې جي ډي پي وضاحت نه كوي٬ او ھغه دا خلق د خپل ژوند په اړه څنګه محسوسوي او د دوي په ژوند كښې څه رامخې ته كېږي٬ ٬ د اسرائيل په فهرست كښې نهم او نيوزي لېنډ سږ كال په لسم نمبر دے ٬ دغسې امريکا په شپاړسم٬ برتانيه په اوولسم او بحرين په 21م نمبر دے او د دې نه پس يو اے اي په 24م نمبر دے ٬ فنډ لېنډ پرله پسې په 5م ځل په دې درجه بندۍ كښې په وړومبي نمبر دے ۔ د يادونې وړ ده چې افغانستان يو ځل به په دې درجه بندۍ كښې په نړۍ كښې تر ټولو ناخوشحاله هېواد ګرځولې شوې دې










