كابل 22 مارچ (اے پي پي) د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت كښې د دوه ګاډو ټكر كېدو په پېښه كښې 8 كسان مړه او 2 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې په ولايت كښې د ټرافيك پوليسو د ډائرېكټورېټ مشر جواد شېرزاد وئيلي دي چې تېره ورځ په جلال آباد ښار كښې دا پېښه رامېنځ ته شوې. په پېښه كښې د يو ماشوم او څلور مېرمنو پشمول …
په افغانستان كښې د دوه ګاډو ټكر كېدو په پېښه كښې 8 كسان مړه او 2 ژوبل شوي

مزید خبریں
كابل 22 مارچ (اے پي پي) د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت كښې د دوه ګاډو ټكر كېدو په پېښه كښې 8 كسان مړه او 2 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې په ولايت كښې د ټرافيك پوليسو د ډائرېكټورېټ مشر جواد شېرزاد وئيلي دي چې تېره ورځ په جلال آباد ښار كښې دا پېښه رامېنځ ته شوې. په پېښه كښې د يو ماشوم او څلور مېرمنو پشمول 8 كسان مړه او دوه كسان ژوبل شوي دي. په مړو كسانو كښې د دواړو ګاډو چلوونكي هم شامل دي.










