افغان حکومت په هېواد كښې د ملګرو ملتونو د مرستې په مشن كښې د پراختيا هركلے وكړو

کابل 18 مارچ (اے پي پي) افغانستان حکومت د سلامتي كونسل په هېواد كښې د ملګرو ملتونو د مرستې په مشن كښې د پراختيا هركلے كولو سره دا يو ښه اقدام ګرځولې دے۔ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې د مرستې د مشن پراختيا يو ښه اقدام دے او مونږ غواړو چې مشن په افغانستان كښې د بشري او نورو مسئلو حل لپاره موثره كار وكړي چې …

کابل 18 مارچ (اے پي پي) افغانستان حکومت د سلامتي كونسل په هېواد كښې د ملګرو ملتونو د مرستې په مشن كښې د پراختيا هركلے كولو سره دا يو ښه اقدام ګرځولې دے۔ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې د مرستې د مشن پراختيا يو ښه اقدام دے او مونږ غواړو چې مشن په افغانستان كښې د بشري او نورو مسئلو حل لپاره موثره كار وكړي چې پكښې به مونږ دوي سره مرسته او همكاري ساتو۔ د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو 15 كسيزه سلامتي كونسل تېره ورځ د ناروے لخوا افغانستان كښې د ملګرو ملتونو مشن (يو اېن اے اېم اے) كښې تر راتلونكې كال 17مارچ د پراختيا قرارداد وړاندې كړې كوم چې د نشت په مقابل كښې 14 ووټونو څخه منظور كړې شوې