سلامتيا کونسل په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د مرستې مشن كښې د نور يو كال پراختيا وكړه

مګري ملتونه 18 مارچ (اے پي پي) سلامتيا کونسل په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د مرستې مشن كښې د نور يو كال پراختيا كولو منظوري وركړې ده ۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د ملګرو ملتونو پنځلس كسيزه سلامتي كونسل تېره ورځ د ناروے لخوا افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د مرستې مشن (يو اېن اے اېم اے) كښې تر راتلونكي كال 17 مارچ د پراختيا قرارداد …

مګري ملتونه 18 مارچ (اے پي پي) سلامتيا کونسل په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د مرستې مشن كښې د نور يو كال پراختيا كولو منظوري وركړې ده ۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د ملګرو ملتونو پنځلس كسيزه سلامتي كونسل تېره ورځ د ناروے لخوا افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د مرستې مشن (يو اېن اے اېم اے) كښې تر راتلونكي كال 17 مارچ د پراختيا قرارداد وړاندې كړٶ چې پكښې 14 ووټ ئې په ملاتړ او يو هېواد روسيه ئې په مخالفت كښې ووټ وركړې۔ د قرارداد مقصد د ملګرو ملتونو لخوا په افغانستان كښې د معاشي، د انساني تباهۍ، مرسته كول، انساني او د مېرمنو تحفظ، د مرستې هڅې جاري ساتل دي چې پرې د سلامتي كونسل اكثريتي غړو اتفاق كړې۔ د دې قرارداد منظورۍ نه پس به د ملګرو ملتونو خاص استازې ډيبورا ليون د مرستې په مشن كښې خپل خدمات جاري ساتي