امريکا كښې د افغان سفارت او قونصل خانو بندولو اعلان

واشنګټن 16 مارچ (اے پي پي) امريکا كښې به افغان سفارت او دوه قونصل خانې په 23م مارچ بندې كړې شي۔ د امريكې د خپرونو ادارې له مخې په افغانستان كښې د امريكا پخواني سفير او د امرېكن اكېډمي آف ډپلومېسي صدر رونلډ نيومين ميډيا ته ووئيل د امريكې د خارجه څانګې چارواكو د ګل په ورځ د افغانستان سفيرانو سره ملاقات وكرو او دوي ئې د دريو افغان سفارتي …

واشنګټن 16 مارچ (اے پي پي) امريکا كښې به افغان سفارت او دوه قونصل خانې په 23م مارچ بندې كړې شي۔ د امريكې د خپرونو ادارې له مخې په افغانستان كښې د امريكا پخواني سفير او د امرېكن اكېډمي آف ډپلومېسي صدر رونلډ نيومين ميډيا ته ووئيل د امريكې د خارجه څانګې چارواكو د ګل په ورځ د افغانستان سفيرانو سره ملاقات وكرو او دوي ئې د دريو افغان سفارتي دفترو بندولو پحقله خبر كړل۔ ده ووئيل د شټ ډاؤن دې منصوبې له مخې د امريكې د خارجه څانګې فارن مشنز آفس به په واشنګټن كښې د سفارت او نيويارك او لاس اېنجلس كښې د قونصل خانو انتظام سنبھالوي چې پكښې د دغه ودانيو حفاظت او خيال ساتل شامل دي٬ د افغانستان د دوه سفيرانو له مخې د افغانستان قامي بېرغ به كوم چې طالبانو خپل سپين بېرغ كښې بدل كړې دې٬ په افغان سفارتي ودانيو هسك وي۔ ده ووئيل چې د څو مياشتو راهسې د دې مشنز د سباٶن پحقله په انتظامي او سفارتي توګه خبرې روانې وې٬ په دې مشنز كښې موجود د سل كسانو عملې يا خو په امريكا كښې د سياسي پناه اخستو درخواستونه وركړې دي يا ډېر خلق كاناډا ته منتقل شوې دي