نظریاتی سیاست ختميدونكې دے، وګړي د اقتدار لپاره شارټ کټ لارې خپلوي

اسلام آباد 07 جون (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) لارښودو سناتور لیفټېننټ جنرال (ر) عبدالقیوم وئيلي دي نظریاتی سیاست ختميدونكې دے، وګړي د اقتدار لپاره شارټ کټ لارې خپلوي، څوك چې د يو ګوند څخه بل ګوند ته ځي د هغه به څه عزت پاتې شي۔ د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل بايد پیپلز ګوند د هغه لارښودو …

اسلام آباد 07 جون (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) لارښودو سناتور لیفټېننټ جنرال (ر) عبدالقیوم وئيلي دي نظریاتی سیاست ختميدونكې دے، وګړي د اقتدار لپاره شارټ کټ لارې خپلوي، څوك چې د يو ګوند څخه بل ګوند ته ځي د هغه به څه عزت پاتې شي۔ د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل بايد پیپلز ګوند د هغه لارښودو سره رابطه وكړي كومو چې ګوند پرېښودلې دے او هغه بيرته راولي۔ د پيپلز ګوند ګڼ لارښود په پاکستان تحریك انصاف كښې شمولیت اختیار کړې دې۔ سده ووئيل سیاسی لارښود خپل ګوند پرېښودلو سره په نور ګوندونو كښې شموليت كوي خو اولس ته معلومه ده چې د هېواد په ګټه څوك كار كوي۔ ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) حكومت د هېواد څخه د ترهه ګرۍ او د توان بحران ختمولو له تر ډير حد كار كړې۔ده ووئيل د هېواد څخه د ترهه ګرۍ ختمولو له رد الفساد عمليات روان دي۔ د کراچۍ عمليات هم مثبت نتيجې ترلاسه شوي۔ دغسې د توان بحران حل له هم حكومت کار كوي دغسې د روان كال تر آخر به په بشپړه توګه لوډ شیډنګ ختم كړې شي۔ ده ووئيل د 2018ء ټولټاكنو كښې به مسلم لیګ په بشپړه توګه کامیابی ترلاسه كړي

مزید خبریں