د وزيراعظم لخوا د اعلان كړي پېكج څخه وروستو د هېواد پرآمداتو كښې پرله پسې اضافه كېږي

اسلام آباد ۔ 6 جون (اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان وئيلي دي د وزيراعظم لخوا د اعلان كړي پېكج څخه وروستو د هېواد برآمداتو كښې پرله پسې اضافه كېږي۔ ده هيله ولرله چې راتلونكو ورځو كښې به د هېواد برآمدات لا زيات شي۔ دا خبره وفاقي وزير د نهې په ورځ د ټېكسټائل انډسټري وزارت كښې د يوې غونډی مشري كولو په مهال وكړه۔ …

اسلام آباد ۔ 6 جون (اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان وئيلي دي د وزيراعظم لخوا د اعلان كړي پېكج څخه وروستو د هېواد برآمداتو كښې پرله پسې اضافه كېږي۔ ده هيله ولرله چې راتلونكو ورځو كښې به د هېواد برآمدات لا زيات شي۔ دا خبره وفاقي وزير د نهې په ورځ د ټېكسټائل انډسټري وزارت كښې د يوې غونډی مشري كولو په مهال وكړه۔ غونډه كښې د تجارت وزارت ٬ د نېشنل فوډ سېكورټي وزارت ٬ د صنعت او پېداوار وزارت او د خزانې ډويژن په شمول د نورو څانګو نمائندګانو ګډون وكړو۔ د ټېكسټائل اېسوسي اېشن نمائندګانو هم غونډه كښې ګډون وكړو۔ دوئي د ټېكسټائل صنعت ښه والي له د تجارت وزير د هڅو ستائنه وكړه

مزید خبریں