د راروان مالي كال په مهال د پاكستان د معيشت زياتېدونكې شرح تر 5 فيصد رسېدې شي

اسلام آباد ۔ 6 جون (اے پی پی) د كرېډټ رېټنګ نړيوالې ايجنسۍ موډيز وئيلي چې د راروان مالي كال په مهال د پاكستان د معيشت زياتېدونكې شرح تر 5 فيصد رسېدې شي۔ دا خبره د موډيز لخوا جاري شوي يو تازه راپور كښې شوې۔ راپور كښې وئيلي شوي چې اوسنې بجټ د مجموعي پېداوار حقيقي شمېرې نظر كښې نيولو سره ترتيب كړې شوې۔ بجټ كښی مالي كال 2018ﺀ لپاره …

اسلام آباد ۔ 6 جون (اے پی پی) د كرېډټ رېټنګ نړيوالې ايجنسۍ موډيز وئيلي چې د راروان مالي كال په مهال د پاكستان د معيشت زياتېدونكې شرح تر 5 فيصد رسېدې شي۔ دا خبره د موډيز لخوا جاري شوي يو تازه راپور كښې شوې۔ راپور كښې وئيلي شوي چې اوسنې بجټ د مجموعي پېداوار حقيقي شمېرې نظر كښې نيولو سره ترتيب كړې شوې۔ بجټ كښی مالي كال 2018ﺀ لپاره د اقتصادي پرمختګ شرحې هدف 6 فيصد مقرر كړے شوے او د مالي كال 2017ﺀ لپاره د ددې شرح 5.3 فيصد وه۔ د موډيز سروے ترمخه په 2017او2018 كښې به د اقتصادي زياتوالي حقيقي شرح 5 فيصد ته نزدې وي ولې چې د حكومتي خرڅونو او د پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبو په سوب خرڅونو كښې اضافه كېدې شي۔ موډیز په دې لړ كښې د خزانې وفاقي وزير سېناتور اسحاق ډار د اوسني بجټ حواله هم وركړې كوم كښې چې هغه د مالي كال 2017-18 تر پايې مالياتي خساره د مجموعي قامي پېداوار تر 4.1 فيصد راوستلو هدف مقرر كړے۔ عبوري هدف 4.2 فیصد ټاكلې شوې وو۔ ادارې وئيلي چې بجټ سره په اړوند ګامونو عملدرآمد سره به د پاكستان په قرضه جاتي خاكه ښه اثرات مرتب شي

مزید خبریں