د سعودي عربستان اولني نړيوال دفاعي نندارتون ٬ 65 زره كسانو ګډون وكړو

ریاض۔ 12مارچ (اے پی پی) په سعودي عربستان كښې په اولني نړيوال دفاعي نندارتون كښې نزدې 65 زرو كسانو ګډون وكړو په كوم كښې چې د څلورو ورځو په مهال د 29.7 بلین ریالونو لوظنامې لاس ليك شوې۔ د عرب ابلاغ ذريعو لمخې د ډيفنس شو چيف كمرشل آفيسر امانډا سټينر ميډيا ته ووئيل چې د دفاعي نندارتون اهتمام د هېواد د ملټري انډسټريز جنرل اتھارټي وكړو او په دې …

ریاض۔ 12مارچ (اے پی پی) په سعودي عربستان كښې په اولني نړيوال دفاعي نندارتون كښې نزدې 65 زرو كسانو ګډون وكړو په كوم كښې چې د څلورو ورځو په مهال د 29.7 بلین ریالونو لوظنامې لاس ليك شوې۔ د عرب ابلاغ ذريعو لمخې د ډيفنس شو چيف كمرشل آفيسر امانډا سټينر ميډيا ته ووئيل چې د دفاعي نندارتون اهتمام د هېواد د ملټري انډسټريز جنرل اتھارټي وكړو او په دې كښې 42 هېوادونو څخه نزدې 600 دفاعی، سکېورټی نمائش کنندګانو او 85 هېوادونو څخه 80 پوځي پلاويو برخه واخسته۔ هغه زياته كړه چې په دې نړيوال نندارتون كښې په امريكا كښې سعودي سفيرې شهزادي ريما بنت بندر هم ګډون وكړو