روس په يوکرېن كېميائي بريد كولې شي۔ سپينه ماڼۍ

واشنګټن 11 مارچ (اے پي پي) سپېنې ماڼۍ وئيلي دي روسيه په يوكرائن د كېميائي او حياتياتي وسلې د بريد منصوبه بندي كولې شي٬ او مونږ ټولو له به د دې لاره نيول وي ۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د سپېنې ماڼۍ پرېس سېكترې جېن ساکي وئيلي دي په يوكرائن كښې د امريكې د حياتياتي وسلو د لېبز او د كېميائي وسلو جوړولو پحقله ادعاګانې ډېرې احمقانه …

واشنګټن 11 مارچ (اے پي پي) سپېنې ماڼۍ وئيلي دي روسيه په يوكرائن د كېميائي او حياتياتي وسلې د بريد منصوبه بندي كولې شي٬ او مونږ ټولو له به د دې لاره نيول وي ۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د سپېنې ماڼۍ پرېس سېكترې جېن ساکي وئيلي دي په يوكرائن كښې د امريكې د حياتياتي وسلو د لېبز او د كېميائي وسلو جوړولو پحقله ادعاګانې ډېرې احمقانه دي۔ جېن ساکي ووئيل مونږ له د روسيه د كېميائي او د حياتياتي وسلو د ممكنه استعمال او د فالس فلېګ اپرېشن لاره نيول پكار دي۔ د امريكې دا بيان د لويديزو عهدېدارو لخوا په نوو بريدونو د اندېښنو څرګندولو نه وروستو رامخې ته شوے دے