په هند كښې د كورونا وائرس نور 4 زره 194 كېسونه رپورټ شول

نوے ډيلے 11 مارچ (اے پي پي) په هند كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 4194 كېسونه رپورټ شوي او دې سره په هند كښې د ټولو كېسونو شمېره 4 كروړه 29 لكه 84 زره 261 ته رسېدلې ده. د هند د ابلاغ ذريعو لمخې د هند د روغتيا وزارت وئيلي چې د كورونا وبا دلاسه د تېرو 24 ساعتونو په مهال نور 255 كسان …

نوے ډيلے 11 مارچ (اے پي پي) په هند كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 4194 كېسونه رپورټ شوي او دې سره په هند كښې د ټولو كېسونو شمېره 4 كروړه 29 لكه 84 زره 261 ته رسېدلې ده. د هند د ابلاغ ذريعو لمخې د هند د روغتيا وزارت وئيلي چې د كورونا وبا دلاسه د تېرو 24 ساعتونو په مهال نور 255 كسان مړه شوي دي چې ورسره د دې وبا د لاسه د مړو شويو كسانو مجموعي شمېره 5 لكه 15 زره 714 ته ورسېده۔ وزارت وئيلي چې په ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس 42219 فعاله كېسونه دي او تر دې دمه دې رنځ څخه 4 كروړه 24 لكه 26 زره 328 كسان ښه شوي دي۔