انډونيزيا كښې د زلزلې جړقونه محسوس شول

جکارته 10 مارچ (اے پي پي) د انډونيزيا د اچے ولايت په ميولابوه ښار كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي چې په رېكټر سكېل ئې شدت 5.1 رېكارډ كړے شوے۔ د امريكې د زلزلې ادارې له مخې زلزله د زيارت په ورځ سهار په 4:26 منټ د ميولابوه ښار نه 36 كلوميټر لرې محسوس شوې او د زلزلې مركز 50.44 كلوميټره په زمكه كښې ژورښودلے شوے٬ د زلزلې له امله …

جکارته 10 مارچ (اے پي پي) د انډونيزيا د اچے ولايت په ميولابوه ښار كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي چې په رېكټر سكېل ئې شدت 5.1 رېكارډ كړے شوے۔ د امريكې د زلزلې ادارې له مخې زلزله د زيارت په ورځ سهار په 4:26 منټ د ميولابوه ښار نه 36 كلوميټر لرې محسوس شوې او د زلزلې مركز 50.44 كلوميټره په زمكه كښې ژورښودلے شوے٬ د زلزلې له امله په سمدستي توګه د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې