افغان ماهر سلطان مسعود دقيق د 37 كاله جلا وطنۍ نه پس خپل هېواد ته راستون شو

کابل 08 مارچ (اے پي پي) د نړيوال پرمختګ پحقله افغان ماهر سلطان مسعود دقيق د 37 كاله جلا وطنۍ نه پس خپل هېواد ته راستون شوے۔ د افغان خارجه وزارت پلاوي په كابل ايئر پورټ د دوي هركلے وكړو۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې په دې لړ كښې افغان حكومت د نهې په ورځ خپل بيان كښې وئيلي دي سلطان مسعود دقيق د آسياء ، اروپا او …

کابل 08 مارچ (اے پي پي) د نړيوال پرمختګ پحقله افغان ماهر سلطان مسعود دقيق د 37 كاله جلا وطنۍ نه پس خپل هېواد ته راستون شوے۔ د افغان خارجه وزارت پلاوي په كابل ايئر پورټ د دوي هركلے وكړو۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې په دې لړ كښې افغان حكومت د نهې په ورځ خپل بيان كښې وئيلي دي سلطان مسعود دقيق د آسياء ، اروپا او په افريقا كښې د بشري خواخوږۍ د منصوبو د نفاذ د سر ماهر دے، دوي ته په كال 2006 كښې د المان صدر لخوا د مېډل آف مېرټ اعزاز وركړے شوے ؤ ۔ افغان حکومت خپل بيان كښې وئيلي دي د افغانستان پرېښودنكو د افغانستان ټولو وګړو وطن ته بېرته راوستلو لپاره هڅې روانې دي٬ په دې وروستيو كښې د پخواني افغان حكومت د امن وزير مملكت عبدل سلام رحيمي، د افغان ايئر فورس يوشمېر پائيلوټان او يوه مېرمن مېئر بېرته افغانستان ته راغلې ده