ترکيه متحرك، خارجه وزير چاوش اولو د روسيه او يوكرائن خپل همڅنګ سره په درې كسيزه فارمېټ كښې د ملاقات اعلان وكړو

انقره 08 مارچ (اے پي پي) د ترکيه خارجه وزير ميولود چاوش اولو اعلان كړے چې زه به په لسم مارچ د انطاليه ډپلومېسي فورم كښې د روسيه او يوكرائن خپل همڅنګ سره په درې كسيزه فارمېټ كښې ملاقات كوم۔ مولود چاووش اولو ووئيل د روسيه خارجه وزير سرګئۍ لاوروف او د يوكرائن خارجه وزير ديمترو کوليبا سره ملاقات كوم او دواړو خارجه وزيرانو ما سره ملاقات لپاره راضي شوې …

انقره 08 مارچ (اے پي پي) د ترکيه خارجه وزير ميولود چاوش اولو اعلان كړے چې زه به په لسم مارچ د انطاليه ډپلومېسي فورم كښې د روسيه او يوكرائن خپل همڅنګ سره په درې كسيزه فارمېټ كښې ملاقات كوم۔ مولود چاووش اولو ووئيل د روسيه خارجه وزير سرګئۍ لاوروف او د يوكرائن خارجه وزير ديمترو کوليبا سره ملاقات كوم او دواړو خارجه وزيرانو ما سره ملاقات لپاره راضي شوې دي۔ ده ووئيل مونږ په خاص توګه هيله لرو چې دا ملاقات به مهم موړ ثابت شي٬ مونږ خواهش لرو چې دا امن او استحكام پلو يو مثبت قدم وي۔ د يادونې وړ ده تركيه د بريدونو نه وړاندې او وروستو دواړو ډلو ته د ثالثۍ وړاندېز كړے ٶ