اسلام آباد ۔ 5 جون (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د خزانې وزارت كښې د توان چارو په اړه د لوړې كچې غونډه وشوه۔ غونډه كښې د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف، د پټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاھد خاقان عباسی، د خزانې سېكتر ،د اوبو او برېښنا وزارت سېكتر او د فنانس ډويژن …
د خزانې وزير سېناتور محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د توان چارو په اړه د لوړې كچې غونډه ۔ د اوبو او برېښنا سېكتر وفاقي وزير هېواد كښې د برېښنا د طلب او رسد تازه صورتحال څخه خبر كړو

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 5 جون (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېناتور اسحاق ډار په مشرۍ كښې د ګل په ورځ د خزانې وزارت كښې د توان چارو په اړه د لوړې كچې غونډه وشوه۔ غونډه كښې د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف، د پټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاھد خاقان عباسی، د خزانې سېكتر ،د اوبو او برېښنا وزارت سېكتر او د فنانس ډويژن او د اوبو او برېښنا وزارت اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال د اوبو او برېښنا سېكتر غونډه هېواد كښې د برېښنا د طلب او رسد تازه صورتحال څخه خبر كړه۔ ده غونډې ته د برېښنا څانګه كښې د روانو بېلو منصوبو په اړه هم بريفېنګ وركړو۔ ده ووئيل د روژې مباركې په مياشت كښې اولس ته زيات نه زيات ريليف وركولو له ټول ضروري ګامونه پورته كړې شوي دي۔ او دې سره سره د برېښنا په منصوبو كار روان دے او ددې په وخت ترسره كولو له ګامونه پورته كولې شي۔ په دې مهال وفاقي وزير د توان مسئلې حل كولو له د حكومتي لوظ پخلې وكړو۔ ده ووئيل حكومت د توان چارو ته زياته پاملرنه كوي او دغه سوب دے چې وزیراعظم د كابينې د توان كمېټۍ غونډې مشري پخپله كوي۔ ده ووئيل د برېښنا په منصوبو كار روان دے د دې بشپړ كېدو سره به د كال 2018ء په پېل كښې قامي ګرډ كښې اضافي برېښنا شامل كړې شي۔ دې سره به لوډشېډنګ كم شي۔ وفاقي وزيرغونډه كښې په ټولو اعلی چارواكو زور راوړو چې هغه دے د برېښنا روانو منصوبو په وخت ترسره كول باوري كړي








