د افغانستان خارجه وزير د اسلامي مرستې تنظيم خاص استازي طارق علي بخيت سره ملاقات وكړو

كابل 07 مارچ (اے پي پي) د افغانستان خارجه وزير امير خان متقي افغانستان لپاره د اسلامي مرستې تنظيم خاص استازي طارق علي بخيت سره ملاقات كړے. د ملاقات په مهال تېر كال په دسمبر كښې د پاكستان په پايه تخت اسلام آباد كښې د اسلامي مرستې تنظيم د غېر معمولي غونډې د قرارداد عملي كېدو په اړه د او آئي سي په هڅو خبرې وشوې، په دې موقع د …

كابل 07 مارچ (اے پي پي) د افغانستان خارجه وزير امير خان متقي افغانستان لپاره د اسلامي مرستې تنظيم خاص استازي طارق علي بخيت سره ملاقات كړے. د ملاقات په مهال تېر كال په دسمبر كښې د پاكستان په پايه تخت اسلام آباد كښې د اسلامي مرستې تنظيم د غېر معمولي غونډې د قرارداد عملي كېدو په اړه د او آئي سي په هڅو خبرې وشوې، په دې موقع د او آئي سي لخوا افغانستان لپاره د انساني همدردۍ د ټرسټ فنډ په قانوني عمل، د انساني همدردې او پرمختيائي مرستې سره سره په افغانستان كښې په شوي پرمختګ هم خبرې وشوې. د چينائي مېډيا له مخې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې د او آئي سي ځانګړي استازي طارق علي بخيت وئيلي دي چې او آئي سي د افغانستان د ملاتړ او د افغان اولس د ضرورياتو فكر لري ځكه او آئي سي په كابل كښې خپل دفتر بېرته پرانستې او بېرته ئې په افغانستان كښې كار پېل كړے