اسلام آباد ۔ 5 جون (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي نړيواله ورورولي دې شخړيز كشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو نوټس واخلي۔ هند بايد د كشمير مسئلې په شمول د ټولو مسائلو هواري له خبرو اترو ته كېښنې ۔ ترهه ګرۍ پاكستان ته لوئې زيان رسولې دې۔ ترهګر اوس په شا كېږي ٬ د امن وضعه ښه كېږي او پاكستان معاشي استحكام ترلاسه …
نړيواله ورورولي دې شخړيز كشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو نوټس واخلي۔ هند بايد د كشمير مسئلې پشمول د ټولو مسئلو هواري له خبرو اترو ته كېښنې۔ ترهه ګرۍ پاكستان ته لوئې زيان رسولې۔ د امن وضعه ښه كېږي او پاكستان معاشي استحكام ترلاسه كوي۔ د اولس مشر ممنون حسېن اسلام آباد كښې د مېشته سفيرانو په درناوي كښې د روژه ماتي دستورې ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 5 جون (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي نړيواله ورورولي دې شخړيز كشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو نوټس واخلي۔ هند بايد د كشمير مسئلې په شمول د ټولو مسائلو هواري له خبرو اترو ته كېښنې ۔ ترهه ګرۍ پاكستان ته لوئې زيان رسولې دې۔ ترهګر اوس په شا كېږي ٬ د امن وضعه ښه كېږي او پاكستان معاشي استحكام ترلاسه كوي۔ دا خبره اولس مشر ممنون حسېن اسلام آباد كښې د مېشته سفيرانو په درناوي كښې د روژه ماتي وركولو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د سېنېټ چيئرمېن میاں رضا ربانی، وفاقی وزيران ٬ پارلماني غړي او د بېلو هېوادونو سفيران موجود وو۔ اولس مشر ووئيل د جنګونو په سوب ٬ د مذهبي ٬نسلي او د ژبې تعصب په سوب نړۍ لويو بدلونونو سره مخ ده۔ دې مسئلو د بېلو ټولنو او قامونو وېشل او فرق لا زيات كړے۔ دغسې د نړۍ بېلې سيمې د ترهګرۍ په ډول خطرناكو مسئلو سره مخ دي۔ ده ووئيل داسې كېدې نشي چې تولنې او قامونه جنګونه سره هم مخ وي او د ګاونډي هېواد د پرمختګ او سوكالۍ څخه ګټې هم پورته كړې شي ۔ ده ووئيل د شدت خوښۍ او د نوې ټولنې كړكېچنو مسئلو حل له د دين آفاقي تعليمات او د انسانيت قدر په حېث روژه مونږ له روحاني طاقت راكوي۔ اولس مشر ووئيل ترهه ګرۍ پاكستان ته ډېر زيات زيان رسولې۔ د دې جنګ په مهال د پاكستان د زرګونو په شمېر د وګړو او عسكرو د ځان او مال قرباني وركړې۔ اولس مشر ووئيل داسې كېدې نشي چې تولنې او قامونه جنګ سره هم مخ وي او د ګاونډي هېواد د پرمختګ او سوكالۍ څخه ګټې هم پورته كړي۔ اولس مشر ووئيل د روژه آفاقي تصور داسې عبادت دے كوم چې ټول انسانيت او بېلو مذهبونو سره تعلق لرونكي خلق په فطري مشتركاتو راجمع كوي۔ ده ووئيل روژه يو داسې عبادت دے د كوم د لارې چې انسان كښې نظم وضبط ٬د مسئلو مقابله كولو همت٬ د ايثار او قربانۍ جذبه ٬ د صبر ٬ استقامت او عاجزۍ كېفيات راپېدا كېږي۔ اولس مشر ووئيل روژه يو داسې عبادت دے كوم كښې چې د خدائے پاك بندګان د كوم شته مند او غريب د فرق نه غېر په يو صف كښې اودرېږي۔ او د عبادت دا كېفيات د انسانيت خذمت عظيم مقصد لپاره د ټولو انسانانو په يو پلېټ فارم راغونډولو له مرستياله ثابتېږي۔ اولس مشر اسلام آباد كښې مېشته د بېلو هېوادونو سفيرانو ته د روژه ماتي دستوره كښې په ګډون كولو هركلې وئيلو سره دعا وكړه چې لوئي څښتن دې د دې مياشتې په خېر او بركت نړۍ د امن او سلامتيا ژاله جوړه كړي۔








