په هند كښې د كورونا په وبا كښې نور 289 كسان مړه او 5921 نوي كېسونه رپورټ شوي

نوے ډيلے 06 مارچ (اے پي پي) په هند كښې د كورونا په وبا كښې نور 289 كسان مړه او 5921 نوي كېسونه رپورټ شوي دي. د كشمير مېډيا سروس له مخې د هند د روغتيا وزارت د شمېرو له مخې په هند كښې د كورونا وائرس ځپليو ټوله شمېره 429,57,477 ته رسېدلې ده. په هند كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا په وبا كښې نور 289 …

نوے ډيلے 06 مارچ (اے پي پي) په هند كښې د كورونا په وبا كښې نور 289 كسان مړه او 5921 نوي كېسونه رپورټ شوي دي. د كشمير مېډيا سروس له مخې د هند د روغتيا وزارت د شمېرو له مخې په هند كښې د كورونا وائرس ځپليو ټوله شمېره 429,57,477 ته رسېدلې ده. په هند كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا په وبا كښې نور 289 كسان مړه شوي دي او دې سره د مړو كسانو ټوله شمېره 514,878 شوې. په هېواد كښې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 63,878 ده.