اسلام آباد 05 جون (اے پی پی) وزیر اعظم محمد نوازشریف وئيلي ټول پاکستانیان دې ماحول محفوظولو له خپل کردار ترسره كړي دغسې چې دا مقدس ذمه واري نوي نسل ته منتقل شي، پاکستان د ماحول لپاره د نړيوالو هلو ځلو مرسته كوي، مونږ ټولو پرمختيائي پروژو كښې په ماحول د اثرات مطالعه يوه لازمی برخه جوړه كړي، مونږ به به د ماحول په ړه ښه ټیکنالوجیز خپلول وي۔ د …
پاکستان د ماحول لپاره د نړيوالو هلو ځلو مرسته كوي، مونږ ټولو پرمختيائي پروژو كښې په ماحول د اثرات مطالعه يوه لازمی برخه جوړه كړي

مزید خبریں
اسلام آباد 05 جون (اے پی پی) وزیر اعظم محمد نوازشریف وئيلي ټول پاکستانیان دې ماحول محفوظولو له خپل کردار ترسره كړي دغسې چې دا مقدس ذمه واري نوي نسل ته منتقل شي، پاکستان د ماحول لپاره د نړيوالو هلو ځلو مرسته كوي، مونږ ټولو پرمختيائي پروژو كښې په ماحول د اثرات مطالعه يوه لازمی برخه جوړه كړي، مونږ به به د ماحول په ړه ښه ټیکنالوجیز خپلول وي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د ماحول نړيوالې ورځ په موقع خپل پیغام كښې كړي كومه چې د ګل په ورځ ولمانځلې شوه۔ وزیراعظم ووئيل په نړيواله كچه پاکستان د پیرس لوظنامې توثیق کړې او د ماحول لپاره د نړيوالو هلو ځلو مرسته مرسته كوي۔ وزیراعظم ووئيل د ماحول ورځ لمانځلو مقصد حقیقت كښې د ژور سوچ او فكر سبب دے ځكه چې دا ورځ وګړي د قدرت سره تړي او دې حقیقت معلومولو له مونږ له خبرتيا ته اړتيا ده۔ په دې لړ كښې حکومت هم د خپلو ذمه واريو څخه خبر دے۔مونږ له به دا خبره باوري كول وي چې زمونږ صنعتی انفراسټرکچرل او د پرمختګ نورې پروژې د ماحول ترمخه جوړې كړې شي۔ ده ووئيل مونږ ګرین پاکستان ټولو صوبائی ،سيمه ايزو حکومتونو كښې او د نړيوالو پرمختيائي شراکت دارو په مرسته ټول هېواد كښې پيل كړې۔ دا يو بشپړه پروګرام دے چې مقصد ئې نه يواځې زمونږ ماحول محفوظول دي چې پكښې جنګلونه او ځنګلي حیات شامل دي بلكې د دې مقصد اولس كښې خبرتيا پيدا كول دي چې څنګه به ټول پاکستانیان پھ دې قامي هلو ځلو كښې خپله برخه ادا كړي۔ وزیراعظم ووئيل د ڼړۍ ټولو قامونو له به خپلو پالیسو جوړولو كښې احتیاط کول وي چې مونږ څنګه خپلو كښې د يو بل مرسته وكړې شو۔ مونږ له به يو ډول پالیسی جوړول وي ، د ماحول په اړه به ښھ ټيكنالوجيز خپلول وي








