جكارته 04 مارچ (اے پي پي) د انډونېزيا په پاپوا سيمه كښې د ياغيانو په ډزو كښې 8 كسان وژل شوي دي. د فرانسوي خبري اژانس له مخې د ولايت د پوليسو وياند احمد كمال د خبر تصديق كولو سره وئيلي دي چې د انډونېزيا په پاپوا ولايت كښې ياغيانو د تكنيكي پوهانو د وژلو ذمه واري قبوله كړې ده. ده ووئيل چې دا كسان په يوه لرې سيمه كښې …
د انډونېزيا په پاپوا سيمه كښې د ياغيانو په ډزو كښې 8 كسان وژل شوي

مزید خبریں
جكارته 04 مارچ (اے پي پي) د انډونېزيا په پاپوا سيمه كښې د ياغيانو په ډزو كښې 8 كسان وژل شوي دي. د فرانسوي خبري اژانس له مخې د ولايت د پوليسو وياند احمد كمال د خبر تصديق كولو سره وئيلي دي چې د انډونېزيا په پاپوا ولايت كښې ياغيانو د تكنيكي پوهانو د وژلو ذمه واري قبوله كړې ده. ده ووئيل چې دا كسان په يوه لرې سيمه كښې د رغونې په كار بوخت وو. بريد كوونكي د پېښې نه پس تښتېدلي دي او امنيتي ځواكونو ئې لټون پېل كړے دے. د دې پېښې پړه د غربي پاپوا نېشنل لبرېشن آرمي بېلتون غوښتونكې ډلې پغاړه اخستې ده او خلقو ته ئې وئيلي دي چې دا سيمه دې پرېږدي ځكه چې دا جنګي سيمه ده.










