سرينګر 04 مارچ (اے پي پي) په يوكرېن كښې د پاكستاني سفارت لخوا د هند زده كوونكو ته د پناه وركولو په نړيواله كچه ستائنه كولې شي. د كشمير مېډيا سروس له مخې په يوكرېن كښې د روان جنګ په مهال يو هندي زده كوونكي زړه راكښونكې وېډيو شريكه كړې ده چې پكښې ليدل كېدے شي چې د پاكستان په سفارت كښې دننهه د هندي زده كوونكو يوه ډله موجود …
په يوكرېن كښې د پاكستاني سفارت لخوا د هند زده كوونكو ته د پناه وركولو په نړيواله كچه ستائنه كولې شي

مزید خبریں
سرينګر 04 مارچ (اے پي پي) په يوكرېن كښې د پاكستاني سفارت لخوا د هند زده كوونكو ته د پناه وركولو په نړيواله كچه ستائنه كولې شي. د كشمير مېډيا سروس له مخې په يوكرېن كښې د روان جنګ په مهال يو هندي زده كوونكي زړه راكښونكې وېډيو شريكه كړې ده چې پكښې ليدل كېدے شي چې د پاكستان په سفارت كښې دننهه د هندي زده كوونكو يوه ډله موجود ده. پاكستاني سفارت هندي زده كوونكو ته د پناه وركولو نه علاوه خوراك هم وركړے. د ساٶتھ اېشين وائر په يو خبر كښې وئيلي شوي دي چې د پاكستان سفارت هندي زده كوونكو ته په داسې وخت كښې پناه وركړې كله چې دوي سره د هند سفارت د مرستې كولو نه ډډه كړې وه. د پاكستاني سفارت په دې عمل هندي زده كوونكي په يوكرېن كښې د پاكستان سفير ته پېرزوينه وړاندې كوي. د هند نامتو خبريال اشوك سوېن هم دا وېډيو شريكه كړې ده.










