امريکائي سېنېټ د ډونلډ بلوم پاکستان لپاره د سفير په توګه د تعيناتۍ توثيق كړے۔ په امريکا كښې د پاکستان سفير اسد مجيد خان ډيوډ بلوم له مباركي وركړه

واشنګټن 03 مارچ (اے پي پي) امريکائي سېنېټ د ډونلډ بلوم پاکستان لپاره د سفير په توګه د تعيناتۍ توثيق كړے۔ د امريكې خارجه څانګې د ډونلډ بلوم د تعيناتۍ توثيق خپل بيان كښې پاكستان سره پارټنر شپ٬ سيمه ايزې سلامتيا٬ تجارت٬ سرمايه كارۍ٬ ماحولياتي بحران او د بشري حقونو په معاملو د پېشرفت لپاره كليدي اهميت لري۔ د يادونې وړ ده ډونلډ بلوم دا مهال په تيونس كښې د …

واشنګټن 03 مارچ (اے پي پي) امريکائي سېنېټ د ډونلډ بلوم پاکستان لپاره د سفير په توګه د تعيناتۍ توثيق كړے۔ د امريكې خارجه څانګې د ډونلډ بلوم د تعيناتۍ توثيق خپل بيان كښې پاكستان سره پارټنر شپ٬ سيمه ايزې سلامتيا٬ تجارت٬ سرمايه كارۍ٬ ماحولياتي بحران او د بشري حقونو په معاملو د پېشرفت لپاره كليدي اهميت لري۔ د يادونې وړ ده ډونلډ بلوم دا مهال په تيونس كښې د امريكې سفير دے او د دې نه وړاندې ئې په كابل٬ بېت المقدس٬ قاهره٬ بغداد او كوېت سټي كښې د امريكائي مشن خدمات ترسره كړي۔ په دې موقع په امريکا كښې د پاکستان سفير اسد مجيد خان ډيوډ بلوم له مباركي وركولو سره ووئيل پاك امريكا شراكتداري لا قوي كولو لپاره مونږ دوي سره كار كولو ته سترګې په لار يو