ملګري ملتونه 03 مارچ (اے پي پي) افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازې ډيبورا ليونز وئيلي دي اګرچه چې ځينې هېوادونو لپاره به دا قبولول ګران وي خو نړيوالې ورورولۍ له به نوي افغان حكومت سره رابطه كول وي٬ كومه چې ډېره ضروري ده٬ ځكه چې موجوده حکومت سره د روابطو نه غېر د افغان اولس حقيقي مرسته نشي كېدې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخئ د ملګرو …
موجوده حکومت سره د روابطو نه غېر د افغان اولس حقيقي مرسته نشي كېدې٬ په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د مشن مشرې ډيبواه ليونز سلامتي کونسل ته بريفنګ

مزید خبریں
ملګري ملتونه 03 مارچ (اے پي پي) افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازې ډيبورا ليونز وئيلي دي اګرچه چې ځينې هېوادونو لپاره به دا قبولول ګران وي خو نړيوالې ورورولۍ له به نوي افغان حكومت سره رابطه كول وي٬ كومه چې ډېره ضروري ده٬ ځكه چې موجوده حکومت سره د روابطو نه غېر د افغان اولس حقيقي مرسته نشي كېدې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخئ د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر افغانستان لپاره خاص استازې او افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د مرستيال مشن مشرې ډيبورا ليونز تېره ورځ د سلامتي كونسل غونډې ته د بريفنګ په مهال ووئيل افغان حکومت او د زياتره نړيواله ورورولي تر دې چې په منطقه كښې او د ګاٶنډيانو هېوادونو ترمېنځه د عدم اعتماد فضاﺀ اوس هم شته٬ ځكه چې افغان حكومت دا ګيله لري چې زمونږ رپورټس په حقيقت آډانه نه وي او مونږ د هغوي د هڅو ډاډګيرنه كوٶ او دا چې مونږ د هغوي مسئلې زياتې وراندې كوٶ، داسې مسئلې كومې چې ھغوي تسليم كړي او د ھغې د حل كولو ادعا كوي او د دې هر څه نه زياته دا چې افغان حكومت دا ګڼي چې په افغانستان كښې د امنيت په موجوده صورتحال د دوي ستائنه پكار ده چې په افغانستان كښې د طالبانو په اقتدار كښې د راتللو نه پس په هېواد كښ اړے ګړے كم شوے او د وګړو مرګونه 78 فيصده كم شوياو د هېواد په زياتره برخو كښې د عامې معافۍ اعلان شوې۔ دې ووئيل افغان حکومت دا هم په ګوته كړې چې په هېواد كښې سركاري پوهنتونونه بيا پرانستلې شوي او ټولو هلكان او جينكو ته د يو ډول نړيوال معيار تعليم وركولو لپاره د خواهش څرګندونه شوې ٬ دې ووئيل د دوحه لوظنامې په سالګره افغان حکومت د دې عزم پخلے كړے چې افغانستان به يو هېواد لپاره خطر نه جوړېږي او ټولو هېوادونو او نړيوالو تنظيمونو سره ښې اړيكې غواړي










