ملګري ملتونه ۔3 مارچ(اے پی پی) په ملګرو ملتونو کښې د چین دایمي استازي جانګ جون وئیلي چې افغانستان له سختې لوږې او بې وزلۍ سره مخ دې او په همدې حال کښې د افغانستان په كنګل شويو اثاثو كښې خيانت كول یو غیر انساني عمل دی۔ د چينائي ميډيا لمخې ده تېره ورځ په يوه اعلاميه کښې ووئيل چې په افغانستان کې د جدي بشري او اقتصادي وضعيت په …
د سختې لوږې او بې وزلۍ په حال کښې د افغانستان په کنګل شویو اثاثو كښې خيانت غیر انساني عمل او د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده٬ ملګرو ملتونو كښې د چينائي استازي بيان

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔3 مارچ(اے پی پی) په ملګرو ملتونو کښې د چین دایمي استازي جانګ جون وئیلي چې افغانستان له سختې لوږې او بې وزلۍ سره مخ دې او په همدې حال کښې د افغانستان په كنګل شويو اثاثو كښې خيانت كول یو غیر انساني عمل دی۔ د چينائي ميډيا لمخې ده تېره ورځ په يوه اعلاميه کښې ووئيل چې په افغانستان کې د جدي بشري او اقتصادي وضعيت په رڼا کښې د امريکا حکومت تېره مياشت پرېکړه وکړه چې په افغانستان کښې د 7 بلينه ډالرو كنګل شوې اثاثې نورو مقصدونو لپاره منتقل كړي د كومې په ضد چې په ټول افغانستان کښې پراخا لاریونونه وشول۔ ده ووئيل دغه اثاثې د افغان اولس او د خپلواكه رياست افغانستان دي او د امريكا د ځائي قانون لمخې د نورو هېوادونو د اثاثو په خپله مرضۍ د كارولو دې نه وړاندې كوم مثال موندلې نه شي كوم چې نه يوازې د افغانستان د خپلواكۍ او ملكيت بلكې د نړيوالو قوانينو هم سخته خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل د امريكا د افغان اثاثو په اړه پرېكړه غېر قانوني او غېر انساني ده او چين يو وارې بيا اړوندو هېوادونو څخه غوښتنه كوي چې هغه دې د معاملو د لا خرابولو په ځائې په سمدستي توګه او په غېر مشروط ډول دا اثاثې ټولې په ټولې افغان اولس ته بېرته وركړي۔ ده ووئيل دا يو ښه رجحان دې چې زياتره هېوادونه افغان عبوري حكومت سره په بېلو صورتونو كښې رابطې كوي۔ ده ووئيل د يو ملګري ګاونډي هېواد په توګه چين ټول عمري د افغانستان د سولييز او مستحكم پرمختګ ملاتړ كړې دې او چين به د منطقې ټولو هېوادونو سره په ګډه كار كوي۔










