اسلام آباد ۔ 4 جون (اے پی پی) پاكستان بېت المال د جولائي 2016ء څخه تر مارچ 2017ء د خپلو بنيادي منصوبو او سكيمونو د لارې 2 اربه 18 کروړ 30 لکهھ روپۍ وېشلې دي۔ د پاکستان بېت المال ذريعو ’’اے پی پی‘‘ ته ووئيل 1264 ملین روپۍ د انفرادی مالی مرستې پروګرام د لارې تقسيم كړې شوې۔ د پاکستان بېت المال سپېشل فرېنډز اقدام ترسېوري لاندې 69 ملين روپۍ …
پاكستان بېت المال د جولائي 2016ء څخه تر مارچ 2017ء 2 اربه 18 کروړ 30 لکهھ روپۍ ووېشلې۔

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 4 جون (اے پی پی) پاكستان بېت المال د جولائي 2016ء څخه تر مارچ 2017ء د خپلو بنيادي منصوبو او سكيمونو د لارې 2 اربه 18 کروړ 30 لکهھ روپۍ وېشلې دي۔ د پاکستان بېت المال ذريعو ’’اے پی پی‘‘ ته ووئيل 1264 ملین روپۍ د انفرادی مالی مرستې پروګرام د لارې تقسيم كړې شوې۔ د پاکستان بېت المال سپېشل فرېنډز اقدام ترسېوري لاندې 69 ملين روپۍ حاجتمندو ته وركړې شوې۔ پاکستان بېت المال 25 زره روپۍ د كورنۍ په سر هر كال د معذوره كسانو كورنيو ته وركوي۔ او په كوم كور كښې چې يو معذور وي هغې كورنۍ ته هر كال 10 زره روپۍ وركوي۔ د چائلډ سپورټ پروګرام ترمخه په دې موده كښې 29 ملين روپۍ ٬ اداره جاتي بحالي پروګرام لپاره 30 ملین روپۍ او د قامي بحالی مرکز چائلډ لېبر پروګرام ترمخه 182 ملین روپۍ فني تربيې لپاره وركړې شوي دي۔








