واشنګټن 01 مارچ (اے پي پي) د افغانستان حکومت وياند سهېل شاهین وئيلي دي چې په افغانستان بندېزونه او د افغانستان موجودہ حکومت نه منل د دوحه لوظنامې په ضد دي۔ ده په خپل يو ټويټ كښې ووئيل د افغانستان او امریکې ترمينځه د تېر كال په 29 مه فرورۍ شوې دوحه لوظنامه د افغانستان د تاریخ او د هغې د آزادۍ په هڅو كښې يو لوئې حیثیت لري، دا …
په افغانستان بندېزونه او افغان حکومت نه منل د دوحه لوظنامې د روح په ضد دي،د افغانستان حکومت وياند

مزید خبریں
واشنګټن 01 مارچ (اے پي پي) د افغانستان حکومت وياند سهېل شاهین وئيلي دي چې په افغانستان بندېزونه او د افغانستان موجودہ حکومت نه منل د دوحه لوظنامې په ضد دي۔ ده په خپل يو ټويټ كښې ووئيل د افغانستان او امریکې ترمينځه د تېر كال په 29 مه فرورۍ شوې دوحه لوظنامه د افغانستان د تاریخ او د هغې د آزادۍ په هڅو كښې يو لوئې حیثیت لري، دا ورځ به راروان نسلونه عمر له ياد ساتي۔ ده ووئيل ځينې ملګري او وروڼه هېوادونه په خاص توګه قطر د دوحه مذاکرات کامیابولو كښې تعمیری او مهم کردار ترسره كړې دې په دې مونږ د هغوې مننه كوو۔ده ووئيل د لوظنامې په ځينې برخو عملدرآمد نه دې شوې ٬ د دې خبرې عام مفهوم دا دې چې په افغانستان بندېزونه او موجودہ حکومت نه منل د دوحه لوظنامې د روح په ضد دي










