د يوکرين او روس ترمينځه خبرې اترې پيل شوې،د دواړه هېوادونو خارجه وزيرانو تصديق وكړو

لندن 28 فروري (اے پي پي) يوکرين او د روس ترمينځه خبرې اترې پيل شوي،د دواړه هېوادونو خارجه وزيرانو د خبرو اترو تصديق کړے ۔دي ګارجين له مخې يوکرين وئيلي دي د دې خبرو مقصد "په سمدستي توګه جنګ بندي او د روسيې عسكرو انخلا" ده۔د يوکرين پلاوي كښې ځينې اعليٰ عهدې دار شامل دي،دغسې صدر ولاديمير زيلنسکي پكښې نشته او کريملن د خبرو اترو په ايجنډه تبصره کولو څخه …

لندن 28 فروري (اے پي پي) يوکرين او د روس ترمينځه خبرې اترې پيل شوي،د دواړه هېوادونو خارجه وزيرانو د خبرو اترو تصديق کړے ۔دي ګارجين له مخې يوکرين وئيلي دي د دې خبرو مقصد “په سمدستي توګه جنګ بندي او د روسيې عسكرو انخلا” ده۔د يوکرين پلاوي كښې ځينې اعليٰ عهدې دار شامل دي،دغسې صدر ولاديمير زيلنسکي پكښې نشته او کريملن د خبرو اترو په ايجنډه تبصره کولو څخه انکار کړے ،خو د روسيې خبرې كونكي ولاديمير ميډنسکي وئيلي دي روس يوې داسې لوظنامې ته رسيدل غواړي كومه چې د دواړه ډلو په ګټه وي