صوماليه كښې 5 عسكريت خوښي ووژل شول

موغادیشو۔28فروری(اے پی پی) صومالی نېشنل آرمی د عملياتو په مهال د الشباب 5 عسكريت خوښي وژلي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې د صومالي پوځ بيان حوالې سره وئيلي دي چې تېره ورځ صومالي نېشنل آرمي د پلازمينې موغادېشو په بلاد او افګوئے ضلعو كښې د عملياتو په مهال 5 عسكريت خوښي وژلي او د هغوي ژالې يۍ تباه كړې دي۔ د نېشنل آرمی وياند وېنا ده چې د هېواد په منځنو او سوئيلي سيمو كښې د الشباب په ضد كارروائۍ ګړندۍ كړې شوي دي بياهم عسكريت خوښي لا تر اوسه د كليو والو سيمو په لويه برخه قابض دي۔ هغه ووئيل تر كومې چې هېواد څخه ټول ترهګر ختم كړې شوې نه وي تر دغه وخت به د ځواكونو لخوا عمليات روان وي