مسجد الحرام او مسجدي نبوي ته تللو له د عمر شرط ختم كړې شو

ریاض۔28فروری(اے پی پی) د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت وئیلي دي چې په توکلنا اېپ كښې هېلتھ سټېټس لرونكي هر وګړي ته به مسجد الحرام او مسجد نبوي ته د ننه د تللو اجازه وي۔ د سعودي ورځپاڼې لمخې د حج او عمرې وزارت وېنا ده چې مسجد الحرام او مسجدي نبوي ته تللو لپاره د عمر شرط ختم كړې شوې دې ٬ د كوم هم عمر كسان …

ریاض۔28فروری(اے پی پی) د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت وئیلي دي چې په توکلنا اېپ كښې هېلتھ سټېټس لرونكي هر وګړي ته به مسجد الحرام او مسجد نبوي ته د ننه د تللو اجازه وي۔ د سعودي ورځپاڼې لمخې د حج او عمرې وزارت وېنا ده چې مسجد الحرام او مسجدي نبوي ته تللو لپاره د عمر شرط ختم كړې شوې دې ٬ د كوم هم عمر كسان اوس دې مساجدو ته تللې شي په شرط د دې چې دوئي په توكلنا اېپس كښې هېلتھ سټېټس لري او د اعتمرنا اېپ نه اجازه واخلي۔ دا بندېز د لمونځ اجازت نامه لرونكو او عمره زائرينو لپاره هم دے۔