اسلام آباد ۔ 3 جون (اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند په 5 كاله حكومت كښې قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر د بجټ په شمول په كومه موقع هم ايوان كښې كړې تقرير په سركاري ټي وي نشر شوې نه دے۔ په سركاري توګه د ترلاسه شويو شمېرو ترمخه د مخالفې ډلې مشر په اولني ځل په اوسني حكومت كښې كال 2015ﺀ كښې د بجټ تقرير په …
د پاكستان پيپلز ګوند په دور كښې قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر د بجټ په شمول په كومه موقع هم ايوان كښې كړې تقرير په سركاري ټي وي نشر شوې نه دے۔

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 3 جون (اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند په 5 كاله حكومت كښې قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر د بجټ په شمول په كومه موقع هم ايوان كښې كړې تقرير په سركاري ټي وي نشر شوې نه دے۔ په سركاري توګه د ترلاسه شويو شمېرو ترمخه د مخالفې ډلې مشر په اولني ځل په اوسني حكومت كښې كال 2015ﺀ كښې د بجټ تقرير په سركاري ټي وي نېغ په نېغه نشر كړے شو۔ د پيپلز ګوند په دور كښې چوهدري پروېز الهي او چوهدري نثار علي خان ترتيب وار د مخالفې ډلې مشران پاتې شول ولې يو ځل هم د دوئي تقرير نېغ په نېغه نشر نه كړے شو۔ دغسې كال 2002ء څخه تر 2007ء هم اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر بجټ تقرير په سركاري ټي وي نېغ په نېغ نشر كړے شوے نه وو۔ اوس د پي پي پي مشر لارښود او د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه د بجټ خپل تقرير نېغ په نېغه د نشر كولو په غوښتنه ايوان څخه بائيكاټ كړے اګركه ددوئي په دور داسې كوم روايت پاتے شوے نه دے۔








