ریاض۔27فروری(اے پی پی) د سعودی عربستان شاه سلمان بن عبد العزيز لخوا تھائي لېنډ ته په بېلو سائزونو كښې او د ترجمې سره د قرآن مجيد 50,060 نسخې ډالۍ كړې شوې۔ د سعودي عربستان د سركاري خبري اژانس اېس پي اے لمخې د مذهبي چارو وزير او په مدينه منوره كښې د قرآن پاك د طباعت كنګ فهد كمپلېكس عمومي سپروائزر عبد اللطيف بن عبد العزيز آل الشېخ ميډيا ته …
سعودي عربستان ٬ شاه سلمان تھائي لېنډ ته د قرآن پاك 50 زره نسخې ډالۍ كړې

مزید خبریں
ریاض۔27فروری(اے پی پی) د سعودی عربستان شاه سلمان بن عبد العزيز لخوا تھائي لېنډ ته په بېلو سائزونو كښې او د ترجمې سره د قرآن مجيد 50,060 نسخې ډالۍ كړې شوې۔ د سعودي عربستان د سركاري خبري اژانس اېس پي اے لمخې د مذهبي چارو وزير او په مدينه منوره كښې د قرآن پاك د طباعت كنګ فهد كمپلېكس عمومي سپروائزر عبد اللطيف بن عبد العزيز آل الشېخ ميډيا ته ووئيل چې په كنګ فهد قرآن كمپلېكس كښی تيارې كړې شوې د قرآن پاك دا نسخې به د روژې مباركې مياشتې نه وړاندې د ډالۍ په توګه د تھائي په پلازمينه بېنکاک كښې د سياسي او اسلامي شخصياتو ٬ علماﺀ كرامو او مبلغينو په موجودګۍ كښې په يوه دستوره كښې وړاندې كړې شي۔ هغه زياته كړه چې چې د سعودي عربستان لخوا د قرآن پاك دا ستره ډالۍ د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو ته د ودې وركولو يو اعلی پېغام دے










