د مخالفې ډلې د اړخه د بجټ په حقله چې كوم غبرګون رامخې ته كېږي هغه د مخالفې ډلې د مشر د وېنا څخه رامخې ته كېږي

اسلام آباد 02 جون (اے پی پی)د اطلاعات ٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي پي ټي وي د پاكستان او د پاكستان د اولس اثاثه ده٬د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه چې كله پارلمان ته وېنا كوله نو زه پاسېدم او ما ووئيل د مخالفې ډلې لارښود وېنا هم دومره مهمه ده لكه څومره چې د خزانې وفاقي وزير٬د مخالفې ډلې د اړخه …

اسلام آباد 02 جون (اے پی پی)د اطلاعات ٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي پي ټي وي د پاكستان او د پاكستان د اولس اثاثه ده٬د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه چې كله پارلمان ته وېنا كوله نو زه پاسېدم او ما ووئيل د مخالفې ډلې لارښود وېنا هم دومره مهمه ده لكه څومره چې د خزانې وفاقي وزير٬د مخالفې ډلې د اړخه د بجټ په حقله چې كوم غبرګون رامخې ته كېږي هغه د مخالفې ډلې د مشر د وېنا څخه رامخې ته كېږي٬د مخالفې ډلې مشر وېنا نيغ په نيغه خپرول د رمضان ټرانسمېشن پھ سوب ممكنه نه وه٬پھ دې سوب ورته ووئيل شول چې په كوم بل چينل نيغ په نيغه دا خپرول غواړو او يا به بيا وروستو ستاسو بشپړه وېنا پھ پي ټي وي نيوز وښودلې شي٬پھ دې معامله سياست كېږي٬د مخالفې ډلې لارښود وېنا پخوا هم كله نيغ په نيغه نه ده ښودلې شوې٬وزيراعظم محمد نوازشريف د وړومبي نه دا سپارښتنه كړي چې د پارلمان لپاره ځان له يو چينل پكار دے٬د چينل جوړولو په حقله زمونږ پلان بشپړ دے او ډېر زر به دا رامخې ته شي٬تر څو چې پارلمان قوي نه وي پھ هېواد كښې يوه هم آئيني او قانوني اداره مستحكمه كېدې نشي٬ ځكه چې د خلكو غږ د پارلمان د لارې رامخې ته كېږي او د پارلمان غږ چې څومره خلقو ته رسي نو دومره د پاكستان د خلكو او زمونږ د ټولو لپاره بهتره ده۔د دې خيالاتو څرګڼدونه دې د جمعې په ورځ پھ يو شخصي ټي وي پروګرام كښې كوله۔دې ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف ما ته سپارښتنه كړی چې د پارلمان ځانله يو چينل پكار دے او دا خبره تېره ورځ خواجه آصف هم كړې ده په كومه چې مونږ د پارلمان كاروائي بشپړه نيغ په نيغه ښودلې ده ځكه چې دې سره د پاكستان پارلمان او جمهوريت مستحكم كېږي۔دې ووئيل كله چې ما د وېنا پھ كوم بل چينل د ښودلو ووئيل تر هغه وخته پي پي پي او پي ټي آئي احتجاج پیل كړی ؤه ٬دې ووئېل د پي ټي آئي خو عمر له دا رويه پاتې شوې چې هغوي هره خبره پھ شور شغرب كول غواړي۔دې ووئيل پھ پي آئي ډي كښې د مخالفې ډلې د پرېس كنفرنس څه قاعده او قانون نشته د هر كار يو طريقه كار او ضابطه اخلاق وي۔د يوې پوښټنې پھ ځواب كښې دې ووئيل مونږ خو تر دې وئېلي دي چې راځۍ پھ ګډه يوه لائحه جوړوو او چې څنګه د خزانې وزير وېنا نيغ په نيغه ښودلې كېږي دغسې د مخالفې ډلې مشر هم پكار ده ځكه چې خورشيد احمد شاه د مخالفې ډلې مشر په توګه مونږ ټولو له عزت مند دے۔

مزید خبریں