واشنګټن۔25فروری(اے پی پی)د پاكستان كلتور ٬ كلتوري ورثه او د سېلګرۍ پراخا استعداد په ګرده نړۍ كښې معارفي كولو له امريكا كښې د پاكستان سفارت ترسېوري لاندې وېبنار وكړے شو۔ امريكا كښې د پاكستان سفارت لخوا د جاري بيان له مخې په وېبنار كښی د فن تعمير ٬ تاريخ او آثار قديمه څانګو سره اړوندو پوهانو او په سېلګرۍ كښې خوښي لرونكو وګړو ګډون وكړو۔ امريكا كښې د پاكستان سفير …
د پاكستان كلتور ٬ كلتوري ورثه او د سېلګرۍ پراخا استعداد په ګرده نړۍ كښې معارفي كولو له امريكا كښې د پاكستان سفارت ترسېوري لاندې وېبنار

مزید خبریں
واشنګټن۔25فروری(اے پی پی)د پاكستان كلتور ٬ كلتوري ورثه او د سېلګرۍ پراخا استعداد په ګرده نړۍ كښې معارفي كولو له امريكا كښې د پاكستان سفارت ترسېوري لاندې وېبنار وكړے شو۔ امريكا كښې د پاكستان سفارت لخوا د جاري بيان له مخې په وېبنار كښی د فن تعمير ٬ تاريخ او آثار قديمه څانګو سره اړوندو پوهانو او په سېلګرۍ كښې خوښي لرونكو وګړو ګډون وكړو۔ امريكا كښې د پاكستان سفير ډاکټر اسد مجید خان، منېجنګډائرېکټر پاکستان ټورازم ډوېلپمنټ کارپورېشن ، پی ټی ډی سی آفتاب الرحمن، د فن تعمير كارپوهه جین ګارډنر، صدر انټرنیشنل فرېنډشپ کلب شائسته محمود، نوموړي آرکېټېکټاو تعليم پوهه زېن مصطفی او د آثار قدیمه كار پوهې ډاکټر عاصمه ابراهیم ګډون كوؤنكو ته د پاكستاني كلتور او د سېلګرۍ استعداد په اړه بشپړه بريفنګ وركړو۔ په دې مهال وېبنار كښې ګډون كوؤنكو په پاكستان كښې د سېلګرۍ او بنيادي اډانې په اړه پوښتنې هم وكړې۔ د پاکستان سفیر ډاکټر اسد مجید خان او ایم ډی پی ټی ډی سی په هېواد كښې د سيلګرۍ ودې له سېلګرو ته ټولې ممكنه آسانۍ وركولو له د خپل لوظ پخلے وكړو










