د چين سفارتخانے خپلو وګړو ته يوکرين پرېښودلو لپاره تر 27 فروري د چارټر فلائټس رجسېرېشن كولو وړانديز

کيف 25 فروري (اے پي پي) يوکرين كښې د چين سفارتخانې خپلو وګړو ته د يوکرين پرېښودلو لپاره تر 27 فروري چارټر فلائټس رجسټرېشن كولو وړانديز كړې دې۔د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې په يوکرين د روس بريد نه پس د چين سفارتخانے د جمعې په ورځ په خپل آفيشل وي چيټ اکاؤنت جارې شوې نوټس كښې وئيلي چې دا د چين په وګړو انحصار كوي چې هغوې چارټر …

کيف 25 فروري (اے پي پي) يوکرين كښې د چين سفارتخانې خپلو وګړو ته د يوکرين پرېښودلو لپاره تر 27 فروري چارټر فلائټس رجسټرېشن كولو وړانديز كړې دې۔د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې په يوکرين د روس بريد نه پس د چين سفارتخانے د جمعې په ورځ په خپل آفيشل وي چيټ اکاؤنت جارې شوې نوټس كښې وئيلي چې دا د چين په وګړو انحصار كوي چې هغوې چارټر فلائټس واخلي او په دې لړ كښې تر 27 فروري رجسټرېشن وكړي۔ د سفارتخانې وياند ووئيل په يوکرين كښې 6 زره چينائي وګړي مېشته دي۔