اي سي پي د ضابطه اخلاق په خلاف ورزۍ د زاهد اکرم دراني په ضد پرېكړه محفوظ کړه

اسلام آباد۔24فروری(اے پی پی) پاکستان الېكشن کمېشن (اي سي پي) په بلدياتي ټاكنو کښې د ضابطه اخلاق خلاف ورزۍ په كولو خيبرپښتونخوا څخه د قامي اسمبلۍ غړي زاهد اکرم دراني په ضد خپله پرېكړه محفوظ کړې ده۔ د زيارت په ورځ په دې لړ كښې په الېكشن كمېشن كښې د كېس سماعت وكړې شو۔ زاهد اكرام دراني او د هغه وكيل حاضر نه شو۔ د كېس د سماعت په مهال …

اسلام آباد۔24فروری(اے پی پی) پاکستان الېكشن کمېشن (اي سي پي) په بلدياتي ټاكنو کښې د ضابطه اخلاق خلاف ورزۍ په كولو خيبرپښتونخوا څخه د قامي اسمبلۍ غړي زاهد اکرم دراني په ضد خپله پرېكړه محفوظ کړې ده۔ د زيارت په ورځ په دې لړ كښې په الېكشن كمېشن كښې د كېس سماعت وكړې شو۔ زاهد اكرام دراني او د هغه وكيل حاضر نه شو۔ د كېس د سماعت په مهال په پرله پسې غېر حاضر پاتې كېدو د كېس په اړه پرېكړه محفوظ كړې شوه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ضلعي مانيټرنګ افسر په زاهد اکرم دراني د ضابطه اخلاق خلاف ورزۍ په تور پنځوس زره روپۍ جرمانه هم لګولي وه