خېبرپښتونخوا كښې د يو كروړ لس لكه 30 زره نه زياتو كسانو ته د كرونا دواړه خوراكونه وركړے شوي۔رپورټ

پېښور 23 فروري (اے پي پي) خېبرپښتونخوا كښې د يو كروړ لس لكه 30 زره نه زياتو كسانو ته د كرونا واكسين دواړه خوراكونه وركړې شوي او تېره ورځ د فل وېكسينېټډ كسانو شمېره 24 زره 763 ته رسېدلې ۔ د صحت صوبائي څانګې لخوا د جاري رپورټ له مخې په صوبه كښې يو كروړ 45 لكه 403 كسانو د واكسين وړومبې خوراك لګولے او يو كروړه 46 لكه 37 …

پېښور 23 فروري (اے پي پي) خېبرپښتونخوا كښې د يو كروړ لس لكه 30 زره نه زياتو كسانو ته د كرونا واكسين دواړه خوراكونه وركړې شوي او تېره ورځ د فل وېكسينېټډ كسانو شمېره 24 زره 763 ته رسېدلې ۔ د صحت صوبائي څانګې لخوا د جاري رپورټ له مخې په صوبه كښې يو كروړ 45 لكه 403 كسانو د واكسين وړومبې خوراك لګولے او يو كروړه 46 لكه 37 زره 511 كسانو د كرونا دواړه ډوز لګولي دي او هره ورځ 25 زره 511 كسان دوېم ډوز لګوي٬ په صوبه كښې د كرونا د 12 كالو نه د زيات عمر د وړومبي ډوز لګوٶنكو شمېره 59.26 فيصد او د دوېم ډوز لګوٶنكو شمېره 44.65 فيصد ده٬ په صوبه كښې د اتلسو كالو نه د زيات عمر كسانو د كرونا واكسين د وړومبي خوراك لګوٶنكو شمېره 70.59 فيصد او د دوېم خوراك اخستونكو شمېره 54.14 فيصد ده۔ په صوبه كښې د كرونا ويکسينيشن د سنټرز مجموعي شمېره 1096 ده او صوبې ته تر اوسه د كرونا واكسين 4 كروړه لس لكه 28 زره 195 خوراكونه تر لاسه شوي