اولس مشر پارلمان ته د خطاب په مهال د مخالفې ډلې رویه غیر جمهوری وه، مائزہ حمید

اسلام آباد 02 جون (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) لارښودې مائزہ حمید وئيلي اولس مشر ممنون حسېن لخواد خطاب كښې د قامی یووالي ذکر د ستالئنې وړ دے۔ راډيو پاکستان سره په خپلو خبرو كښې دې ووئيل د پارلمان شريكې غونډې ته خطاب كښې اولس مشر د بيلو خبرو ذكر كړې دے چې پكښې د قامی یوالي خبره د ستائنې وړ ده۔ د مسلم لیګ (ن) لارښودې ووئيل …

اسلام آباد 02 جون (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) لارښودې مائزہ حمید وئيلي اولس مشر ممنون حسېن لخواد خطاب كښې د قامی یووالي ذکر د ستالئنې وړ دے۔ راډيو پاکستان سره په خپلو خبرو كښې دې ووئيل د پارلمان شريكې غونډې ته خطاب كښې اولس مشر د بيلو خبرو ذكر كړې دے چې پكښې د قامی یوالي خبره د ستائنې وړ ده۔ د مسلم لیګ (ن) لارښودې ووئيل اولس مشر د اړخه چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ پروژې اهمیت ذکر کولو سره وئيلي چې دا زمونږ د معیشت ښه والې په اړه بنیادی پروژه ده۔ د مخالفې ډلې د رويې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د پارلمان شريكې غونډې ته د خطاب په مهال د مخالفې ډلې رويه غیر جمهوری وه او دا د پاکستان په تاریخ كښې په وړومبي ځل شوي، دې ډول عمل سره جمهوری عمل کمزورې كېږي۔

مزید خبریں