په قائداعظم پوهنتون، اسلامي پوهنتون، ګورنمنټ كالج پوهنتون لاهور او نورو تعليمي ادارو كښې د بلوچستان زده كوونكو د زورول كېدو په اړه د غېر ملكي مېډيا تورونه رد كړل

اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) بلوچستان سره تعلق لرونكو زده كوونكو وئيلي دي چې دوي خپل شوق او جذبې سره خپل تعليم ترلاسه كوي او د هېواد نوم روښانه كولو لپاره په ټولو څانګو كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو لپاره ئې هڅې روانې ساتلې دي، په قائداعظم پوهنتون، اسلامي پوهنتون، ګورنمنټ كالج پوهنتون لاهور او نورو تعليمي ادارو كښې د بلوچستان زده كوونكو د ترهګرې د اوسنيو …

اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) بلوچستان سره تعلق لرونكو زده كوونكو وئيلي دي چې دوي خپل شوق او جذبې سره خپل تعليم ترلاسه كوي او د هېواد نوم روښانه كولو لپاره په ټولو څانګو كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو لپاره ئې هڅې روانې ساتلې دي، په قائداعظم پوهنتون، اسلامي پوهنتون، ګورنمنټ كالج پوهنتون لاهور او نورو تعليمي ادارو كښې د بلوچستان زده كوونكو د ترهګرې د اوسنيو پېښو په تناظر كښې د بلوچ زده كوونكو د زورول كېدو په اړه په غېر ملكي مېډيا رامخې ته شوي تورونه رد كړي دي. په قائداعظم پوهنتون كښې يو بلوچ زده كوونكي حبيب كريم ووئيل چې د وفاقي پايه تخت اسلام آباد په بېلا بېلو پوهنتونونو كښې د درې زرو نه زيات زده كوونكي تعليم ترلاسه كوي خو په دوي كښې د يو هم داسې دعوی نه ده راغلې چې ګني هغه قانون نافذ كوونكو ادارو زورولې وي. بل خوا د قائداعظم پوهنتون چارواكو هم وئيلي دي چې د كم پرمختلليو سيمو زده كوونكو ته په پوهنتون كښې د داخلې يو ډول موقعې وركړې شوې دي. د اسلامي پوهنتون اسلام آباد وياند وئيلي دي چې بلوچستان سره تعلق لرونكو زده كوونكو ته محفوظ ماحول وركړې شوې او دوي سره د هېواد د نورو برخو د زده كوونكو پشان سلوك شوے، د پوهنتون انتظاميه دوي ته غوره اسانيې وركوي. د سركاري ذريعو له مخې د بلوچستان زده كوونكو ته بېلا بېلو پوهنتونونه د بلوچستان پېكج له مخې سكالرشپس وركوي. د ذريعو له مخې حكومت بلوچستان لپاره ډېر زر د 400 اربه روپو د يو بل پرمختيائي پېكج اعلان كوونكې دے. د آئي ټي په څانګه كښې 6372 كسان تربيه كړې شوي دي، ځوانانو لپاره د فري لانسنګ او ټېكنالوجې په اړه په ملازمتونو د 35000 تربيې پشمول يو پروګرام پېل كولې شي. د بلوچستان حكومت يو چارواكي ووئيل چې صوبائي او وفاقي حكومتونه په مېرټ بې روزګار ځوانانو ته زيات ملازمتونه وركولو لپاره عملي اقدامات كوي. د بلوچستان وزيراعلٰی عبدالقدوس بزنجو د اوسني حكومت د لوظ له مخې په بېلا بېلو محكمو كښې په 5210 خالي چوكو د بهرتې منظوري وركړې ده. حكومت د تعليم نه علاوه په بلوچستان كښې ګن شمېر پرمختيائي پروژې هم پېل كړې دي. په ټولو پروژو كښې 161 د ګورننس سټركچر په اړه دي چې پكښې به 59 د روان مالي كال په مهال ترسره شي. په صوبه كښې د كيچي كېنال پشمول نورې يو شمېر پروژې د ترسره كېدو په پړاٶ كښې دي.