اسلام آباد 01 جون (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د نهال هاشمي بيان د هغه د انفرادي سوچ عكاس دے٬وزيراعظم محمد نواز شريف سمدستي ايكشن اخستو سره په يوه ورځ د نهال هاشمي نه يوازې د ګوند ركنيت معطل كړې بلكې هغه ته يې د سناتورۍ څخه د استعفٰی وړاندې كولو سپارښتنه هم كړې ٬د سياسي ګوندونو په تاريخ كښې داسې كله …
د نهال هاشمي بيان د هغه د انفرادي سوچ عكاس دے٬وزيراعظم محمد نواز شريف سمدستي ايكشن اخستو سره په يوه ورځ د نهال هاشمي نه يوازې د ګوند ركنيت معطل كړے

مزید خبریں
اسلام آباد 01 جون (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د نهال هاشمي بيان د هغه د انفرادي سوچ عكاس دے٬وزيراعظم محمد نواز شريف سمدستي ايكشن اخستو سره په يوه ورځ د نهال هاشمي نه يوازې د ګوند ركنيت معطل كړې بلكې هغه ته يې د سناتورۍ څخه د استعفٰی وړاندې كولو سپارښتنه هم كړې ٬د سياسي ګوندونو په تاريخ كښې داسې كله هم نه دي شوي چې په يوه ورځ د چا د ګوند ركنيت هم معطل كړی شي او د نورو عهدو څخه هم استعفٰی ترې وغوښتلې شي كومه چې ستائېل پكار وه٬د كوم هم حكومت پحقله د كومې آئيني ادارې لخوا دغسې ريماركس رامخې ته كېدل ډېر خفګانې دي٬پاكستان مسلم ليګ(ن)د آئين او قانون په برلاسي بشپړ باور لري٬او د ټولو آئيني او قانوني ادارو احترام كوي٬د حكومت د وياند په بيان د يو معزز جج په ريماركس د خفګان څرګندونه شوې ده ٬د نهال هاشمي د وېډيو رامخې ته كېدو نه سمدستي پس ما بيان وركړو چې دا د نهال هاشمي ذاتي بيان دے كوم چې د مسلم ليګ(ن)شريفې كورنۍ او د حكومت سره هېڅ تعلق نه لري٬د هغه دا بيان ډېر نامناسبه او خفګانې دے٬د عمران خان د سياست پېل د وړومبۍ ورځې په بنسټ نه لرلو دے چې په نورو بې بنسټھ تورونه لګوي او چې پخپله د هغه نه تپوس وكړې شي نو ادارو ته ګنځل كوي او د هغوي ځواب هم نه وركوي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په شپه ټي وي چينل سره خبرو كښې وكړه۔د اطلاعات دوهمې وزيرې ووئيل د حكومتي وياند د اوسني بيان سبب دا دے چې د پانامه كيس پېل كېدو نه چې څنګه شريفې كورنۍ د سپريم كورټ معاونت كړې او دغسې د جے آئي ټي په دوه غړو د اعتراض لرلو سره هم چې هم كله شريفۍ كورنۍ وبللې شي هغوي حاضرېږي۔ دې ووئېل د طارق شفيع په عدالت كښې د جمع كړي حلفيه بيان په حقله زمونږ وكيلانو پھ عدالت كښې بشپړه جرح هم كړی او بينچ ته وئېلي دي چې د هغوي د رويې څخه څه رنګه جانبداري څرګندېږي۔دوهمې وزيرې ووئيل د دې هر څه باوجود شريفه كورنۍ د عدالت معاونت كوي۔دې ووئيل د حكومتي وياند په بيان كښې د يو معزز جج په ريماركس د خفګان څرګندونه شوې او په دې بيان كښې د تفصيل سره وئېلي شوي چې كله د نهال هاشمي ويډيو رامخې ته شوه نو د هغې په ضد زر تر زره د اطلاعات دوهمې وزيرې په توګه زما بيان راغلو چې دا د نهال هاشمي ذاتي بيان ؤه د كوم چې د پاكستان مسلم ليګ(ن)شريفې كورنۍ او حكومت سره هېڅ تعلق نشته٬ دې ووئېل د هغه دا بيان ډېر نامناسبه او خفګانې دے۔دې ووئيل مسلم ليګ(ن)د آئين او قانون په برلاسي بشپړ باور لري او د ټولو آئيني او قانوني ادارو احترام كوي۔وزيراعظم محمد نواز شريف عمر له په احتساب يقين لرلې۔دې ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف د نهال هاشمي نه يوازې د ګوند ركنيت معطل كړې بلكې هغه ته يې د سناتورۍ نه د استعفٰی وړاندې كولو سپارښتنې كړې دي۔دې ووئيل د نهال هاشمي په بيان سمدستي كاروائي شوې او د سترې محكمې د نوټس اخستو نه وړاندې د هغه څخه استعفٰی اغستې شوې وه۔مريم اورنګزېب ووئيل د وزيراعظم د نهال هاشمي په بيان سمدستي ايكشن د دې موقف نفي كوي چې خدائے دې نه كړې كوم سازش كېدو يا كوم داسې پلان جوړولې شو ځكه چې وزيراعظم دغسې اجازه به كله ورنه كړي۔دې ووئيل كله هم چې د ګوند د ډسپلن خلاف ورزي شوې يا پھ كوم بيان په آئيني او قانوني ادارو د اثرانداز كېدو هڅه شوې نو وزيراعظم سخت نوټس اخستې او دا څرګند پیغام دے چې هغه به د داسې كوم ايكشن اجازه ورنه كړي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل مسلم ليګ(ن)او شريفې كورنۍ چې كله هم خپل موقف وركړی نو دا يې په څرګندو ټكو وئېلې دي چې ټوله كاروائي د آئين او قانوني ضابطو ترمخه پكار ده او چرته چرته چې داسې شوي هم نه دي پھ هغې هم شريفې كورنۍ او د مسلم ليګ(ن)حكومت څه نه دي وئېلې ځكه چې وزيراعظم محمد نواز شريف غواړي چې د پانامه كيس منطقي انجام ته ورسي ځكه چې دا د پاكستان د اولس د باور مسئله ده او كوم بې بنسټه تورونه چې په وزيراعظم لګېدلې چي هغه رد كړې شي








