اسلام آباد 01 جون (اے پی پی)د وزيراعظم وياند ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي د تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان په عدالت كښې د بني ګاله زمكې خرڅولو په اړه خپل دريځ بدل كړی دې ۔د زيارت په ورځ شخصي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل د عمران خان د بني ګاله زمكې كيس په اړه ټي وي مركو او عدالت كښې وركړی شوي بيانونو كښې تضاد …
عمران خان په عدالت كښې د بني ګاله زمكې خرڅولو په اړه خپل دريځ بدل كړی٬د پاناما پيپرز پلټنو لپاره حكومت جے آئي ټي سره بشپړه مرسته كوي

مزید خبریں
اسلام آباد 01 جون (اے پی پی)د وزيراعظم وياند ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي د تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان په عدالت كښې د بني ګاله زمكې خرڅولو په اړه خپل دريځ بدل كړی دې ۔د زيارت په ورځ شخصي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل د عمران خان د بني ګاله زمكې كيس په اړه ټي وي مركو او عدالت كښې وركړی شوي بيانونو كښې تضاد شته۔ده ووئيل عمران خان پخپله آف شور كمپنۍ لرلو اعتراف كړی خو په ټاكنو كښې برخه اخستو په وخت ئې څرګندې كړې نه دي ۔ده ووئيل د پاناما پيپرز پلټنو لپاره حكومت جے آئي ټي سره بشپړه مرسته كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پاكستان مسلم ليګ(ن)قيادت په آئين او د قانون پھ سرلوړۍ ښكاره موقف لري او په دې لړ كښې كومه هم سودا نشي كولې۔وياند ووئيل د نهال هاشمي بيان انفرادي بيان دے د كوم چې د ګوند او حكومت سره هېڅ تعلق نشته۔ده ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف د نهال هاشمي د بيان په سختۍ سره نوټس اخستې او هغه يې د ګوند د ډسپلن په خلاف ورزۍ نه يوازې د ګوند د غړيتوب څخه دستبردار كړی بلكې د هغه څخه سناتوري هم بېرته اخستې شوې ځكه چې زموڼږ قيادت د آئين او قانون په سرلوړۍ باوري لري








